د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د افغان خبریالانو د معاشونو طرحه ملګرو ملتونو ته وسپارل شوه


ارشیف: په کابل کې خبریالان د خبري غونډې د پوښښ پرمهال
ارشیف: په کابل کې خبریالان د خبري غونډې د پوښښ پرمهال

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیې د رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو د معاشونو طرحه د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ته وسپارله.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو او د نړیوالو مرستو له بندېدو سره په افغانستان کې په سلګونو رسنۍ وتړل شوې او په زرګونو خبریالان بېکاره شول چې ګڼ یې له بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیه وايي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د معاشونو طرحه یې پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ته وسپارله.

د دې اتحادیې مشر، حجت اله مجددي ازادۍ راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د رسنیو د ۱۲۰۰۰ کارکوونکو له ډلې ۷۰۰۰ یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او هغه کسان چې په دې ډګر کار کوي، په ځانګړي ډول محلي خبریالان په ډېرو کمو امکاناتو کار کوي.

مجددي زیاته کړه: "موږ یوه طرحه وړاندې کړه. هغسې چې ملګري ملتونه، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له روغتیايي او پوهنې برخو سره مرسته کوي او د هغوی کارکوونکو ته معاش ورکوي، د رسنیو کارکوونکو ته هم معاش ورکړي. دا طرحه موږ د ځینو رسنیو له مدیرانو سره یوځای د UNDP له سرپرستې سره شریکه کړه."

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیې د اعلامیې له مخې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې سرپرستې سریو بوزورکووا ژمنه وکړه، چې د افغانستان د رسنیو له کورنۍ سره به لنډمهاله او اوږدمهاله مرستې یقیني کوي او په نړیواله سطحه به په دې برخه کې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ تېره سې شنبه د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې یوې غونډې ته وویل، چې طالبانو نه یوازې د تحقیقي خبریالۍ مخه نیولې بلکې د ساده خبري پوښښ لپاره یې هم اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې پر طالبانو له سیاسي او اقتصادي فشارونو په استفاده دوی اړ کړي، چې د خبریالانو په وړاندې ځواب ویونکي وي.

خو طالبان ټینګار کوي، چې پر رسنیو او خبریالانو یې کوم محدودیت نه دی لګولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG