د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د خبريالانو بنسټونه: امريکا دې د افغان خبريالانو د کډوالۍ د ځانګړو ويزو پروسه چټکه کړي


ارشیف
ارشیف

د خبریالانو د ملاتړو یو شمېر نړیوالو بنسټونو له متحده ایالاتو غوښتي چې د افغان خبریالانو دخوندیتوب لپاره د بشري ویزو او دغه شان د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروسې چټکې کړي.

دغو بنسټونو د امریکا د بهرنیو چار وزیر انتوني بلېنکن ته په استول شوي لیک کې ویلي، هغه خبریالان چې د امریکا د ویزو لپاره په درېیم هېواد کې پراته دي باید ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي.

تازه د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د خطر او ستونزو لاندې راګیرو خبریالانو شبکې (JID) او ددغه سازمان ۲۴ نورو غړو په یو ګډ لیک کې د امریکا حکومت نه د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

په دغه لیک کې د بایډن له ادارې غوښتل شوي چې د امریکا حکومت دې اوس له هغه حکومتونو سره کار وکړي چې افغان خبریالان د امریکا د ویزو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي.

په یاد لیک کې د پي ټو، ایس ای وي او دغه شان د هغه نورو بشري ويزو د اسانۍ په اړه غوښتنه شوې چې امریکا د افغانانو لپاره اعلان کړې دي.

دا لیک داسې مهال د امریکا حکومت ته لیکل کېږي چې له تېر یو کال راهیسې په افغانستان او له دې هېواده بهر زیات شمېر خبریالان او د رسنیو کارکونکي له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

طالبانو افغانستان کې پر افغان خبريالانو سخت محدوديتونه لګولي.
طالبانو افغانستان کې پر افغان خبريالانو سخت محدوديتونه لګولي.

له افغانستان نه پاکستان ته وتلي خبریالان له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ژوند له سختیو شکایت کوي.

سمیع الرحمان الرحماني چې په افغانستان کې د یو خصوصي ټلوېزیون خبریال و اوس مهال په پاکستان کې د امریکا بشري ویزې (پي ټو) ته په تمه دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د پي ټو د پروسس لپاره یو شمېر افغانان چې پاکستان ته راغلي له سختو ستونزو سره مخ دي، له یوې خوا ددې پروسې وخت زیات دی، ځیني کسان له میاشتو میاشتو راغلي انتظار باسي خو لا یې هم برخلیک نه دی معلوم زما په شمول، که حالت داسې روان وي نو زه شاید ډېر پاتې نه‌شم او کېدای شي بېرته خطرونه په ځان ومنم او خپل هېواد ته لاړ شم."

له افغانستان نه پاکستان ته تللې بله افغان خبریاله نجیبه زمان وايي، په افغانستان کې یې ژوند له ګواښونو سره مخ دی او نه‌شي کولای بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.

نوموړې وايي: "که زما پي ټو نتیجه ورنه‌کړه نو زه به له سختو ستونزو سره مخ شم، دلته هوا ډېره ګرمه ده او کورنو کرایې هم لوړې دي، خوراکي مواد او د څښاکو اوبو بیه هم لوړه ده، په ټوله کې دلته ژوند کول ډېر سخت دي."

ډېری ښځينه افغان خبريالانې په نورو هېوادونو کې بهر ته د تللو په انتظار ورځې او شپې سبا کوي.
ډېری ښځينه افغان خبريالانې په نورو هېوادونو کې بهر ته د تللو په انتظار ورځې او شپې سبا کوي.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان د دویم ځل لپاره واکمن شول، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو هغه افغانانو ته چې له دوی سره يې کار کړی و د کډوالۍ ځانګړې برنامې اعلان کړې چې تر دا مهال د راپورنو له مخې یوازې امریکا شاخوا ۸۰ زره افغانان له افغانستان نه امریکا ته انتقال کړي.

له دې سره هم‌مهاله، تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي و چې د تېر کال د اګست له پنځلسمې تر جولای تر ۲۰ مې پورې يې ۱۹۶ خبریالان له افغانستانه ویستي دي.

XS
SM
MD
LG