د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

طالبانو د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو خپور شوي راپور ته غبرګون وښود


ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي
ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې هغه راپور رد کړی دی چې د طالبانو له واکمنېدو د وروسته حالت په اړه یې خپور کړی.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د اګست د ۱۵مې، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د کلیزې په درشل کې په خپل راپور کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان واکمن طالبان وهڅوي چې د وګړو د بشري حقونو اساسي اصولو ته درناوی وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا راپور واقعیت نه لري او رد یې کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "د ملګروملتونو سازمان هم کله کله په خپلو راپورونو کې ځینې کمزوري داسې ټکي چې له واقعیت سره سمون نه لري اخلي او د پروپاګند برخه ګرځي. زموږ هیله دا ده چې ملګري ملتونه یو مشهور او معتبر بنسټ دی نو په خپلو راپورونو، قضاوتونو او اعلامیو کې باید ډېر دقت وکړي او د حقایقو ترجماني وکړي نه دا چې د یو چا په خوله یا د ضعیفو اقوالو پر بنا یا له لیرې قضاوت وکړي او وضعیت ناسم وښيي."

مجاهد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د ملکي وګړو د تلفاتو کمېدل، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته مثبت پرمختګونه وبلل او ویې ویل چې بشري حقونه په افغانستان او لویدیځ کې جلا تعریفونه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند همداراز وویل چې په افغانستان کې اوسمهال هېڅ سیاسي بندیان نه شته، محاکم فعال دي او په اقتصادي برخو کې فعالیتونه روان دي.

مجاهد که څه هم ومنله چې د اقتصاد او د نجونو د تعلیم په برخو کې ستونزې شته، خو ټینګار یې وکړ چې دا ستونزې به ژر حل شي.

ارشیف: د افغانستان په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی
ارشیف: د افغانستان په بادغیس کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی

نړیواله ټولنه په تېر یوه کال په پرله پسې ډول پر طالبانو انتقاد کوي چې ښځې او نجونې یې له ټولنې څخه څنډې ته کړې دي او د هغو حقوق تر پښو لاندې کوي.

همداراز پر طالبانو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نجونو زده کوونکو پر تعلیم د بندیز له کبله سخت انتقاد کېږي، خو طالبان د یوه کال له تېرېدو وروسته لاهم دا خبره کوي چې دا ستونزه به ډېر ژر هواره شي.

نړیوالې ټولنې له طالبانو سره تعامل په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي، د نجونو پر تعلیم د بندیز د لیرې کولو او د ټولشموله حکومت د جوړولو له شرطونو سره تړلی دی.

خو طالبان وايي، حکومت یې ټولشموله دی او د نجونو تعلیم ته به د اسلامي شریعت په رڼا کې د دیني عالمانو له پرېکړې وروسته اجازه ورکړل شي که څه د یوه کال له اوښتو وروسته تراوسه هم د طالبانو مشران او دیني عالمان د دې ستونزې په حل نه دي بریالي شوي.

XS
SM
MD
LG