د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

په کابل کې د نن ورځې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودنه د کابل په لویدیځ کې ۱۳ مې ناحیې اړوند د برېښنايي پېژند پاڼو د یو مرکز مخې ته شوې چې دوه کسان په‌کې ژوبل شوي دي.

خو یو شمېر سرچینو بیا په دغه چاودنه کې د څلور کسانو د ټپي کېدو خبره کړې.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د کابل لویدیځ د دیارلسمې حوزې اړوند په عرفاني شهرک سیمه کې رامنځته شوې ده چې دوه ولسي وګړي په‌کې ټپیان شوي دي.

خو په سیمه کې د یو شمېر سرچینو له قوله ویل شوي چې په دغه چاودنه کې ۴ کسان ژوبل شوي دي.

له بلې خوا بیا د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې چادونه تلفات لري خو د کره شمېرو په اړه یې بې خبري ښودلې.

د عیني شاهدانو په وینا، د پېښې ځای ته امبولانسونه هم رسېدلي دي.

د کابل دغه سیمه له دې وړاندې هم د محرم په لس ورځو کې د چاودنو شاهده وه چې د اګسټ په ۷مه ملګرو ملتونو د یو راپور په خپرولو سره د کابل په غرب سیمه کې د رامنځته شویو چاودنو له امله د مرګ ژوبلې شمېر ان ۱۲۰ وښوده.

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د اهل تشیوع امنیت خوندي کړي.

دغه شان تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو یو مشهور عالم شیخ رحیم الله حقاني او ورسره څو ملګري یې هم دیوې چاودنې له امله ووژل شول.

XS
SM
MD
LG