د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د عاشورا مراسم؛ د کابل لویدیځ کې نننۍ چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګژوبله واړوله


ارشیف
ارشیف

د کابل امنیه قومانداني وايي، د دې ښار د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته سیمه کې د نننۍ چاودنې په پایله کې ۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ له‌خوا رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چاودنه په يوه ګلدان کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې.

سرچینه زیاتوي، په پېښه کې د یوه ټپي وضعیت نازک دی.

دا په تېرو دوو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې پرله‌پسې دوهمه چاودنه ده چې قربانیان یې ملکي وګړي دي.

په هغو ویډیويي تصاویرو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي دي امبولانسونه د یوه بس تمځای ته نژدې په چټکۍ سره د تېرېدو په حال کې لیدل کېږي.

په داسې حال کې چې د کابل د لویدیځ خلک پرون هم یوې چاودنې وېرولي وو، د سیمې اوسېدونکي اندېښمن دي چې د چاودنې د مړو یا زخمیانو شمېر ښايي زیات وي.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې خپل د سترګو لیدل حال داسې بیان کړ: "د ماسپښین په ۳ بجو او ۴۵ دقیقو د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې د بیرغ پلورنځیو مخې ته یوه درنه چاودنه وشوه. همدا اوس هم امبولانسونه له ساحې څخه مړي او ټپیان د کابل ښار روغتونونو ته لېږدوي."

پرون ماښام هم پل سوخته ته نژدې، د کابل ښار د شپږمې ناحیې په سرکاریز سیمه کې چې ډېری شیعه ګان پکې اوسېږي یوه چاودنه وشوه، چې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا اته ولسي وګړي یې ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا چاودېدونکي مواد پر یوه سړک چې عام خلک تګ راتګ پرې کوي په یوه کراچۍ کې ځای پرځای شوي وو.

دا حملې داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د محرم د لسمې یا د عاشورا ورځې د نمانځنې لپاره تیارۍ روانې دي.

د عاشورا مراسم دوشنبه پیلېږي او خلک له امنیتي ګواښونو وېره لري.
د عاشورا مراسم دوشنبه پیلېږي او خلک له امنیتي ګواښونو وېره لري.

د افغانستان شیعه وګړي وېره لري چې د دې مراسمو د نمانځنې پرمهال بیا هم په تروریستي حملو کې په نښه نه شي، خو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند ښاغلی ځدراڼ وایي چې د شیعه ټولنو له استازو سره د ګډ کمېسیون د پرېکړې له مخې د محرم د لسمې مراسم باید په تکیه خانو کې دننه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG