د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

پاکستاني طالبان: افغان طالبان دې د عمر خالد د وژنې قضیه په جدي توګه وڅېړي


عبدالولي مهمند چې په عمر خالد خراساني مشهور و
عبدالولي مهمند چې په عمر خالد خراساني مشهور و

پاکستاني طالبانو په افغانستان د خپل یوه جګپوړي مشر وژنه رسماً تایید کړې او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د دغې پېښې په اړه جدي څېړنه وکړي.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې یا ټي ټي پي پرون د خپل یوه مهم قومندان وژنه رسماً تایید کړه او ویې ویل چې عبدالولي مهمند چې په عمر خالد خراساني مشهور و او مخکې یې په مهمندو ایجسنۍ کې د دغه تحریک مشري پر غاړه وه، په افغانستان کې وژل شوی دی.

ټي ټي پي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پر خراساني د یکشنبې په ورځ د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته نږدې برید وشو.

په دغه برید کې پر نوموړي سربېره د مفتي حسن او حافظ دولت خان په نوم د هغه دوه نور ملګري هم ووژل شول.

ویل شوي چې دوی په ۲۰۱۴ کال د دې تحریک له یو شمېر نورو غړیو سره له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوي وو.

پاکستاني طالبانو دغه راز په اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دغې پېښې په اړه څېړنه وکړي او په خبره یې هغه جاسوسان په نښه کړي چې ممکن د دې تحریک د لوپوړو مشرانو د وژلو مسوول وي.

ټي ټي پي د خپلې دغې ادعا لپاره چې ښایي دا د استخباراتي عناصرو کار وي، کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت د ټي ټي پي د دغې نوې غوښتنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې د دغې پېښې په اړه څېړنه کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، خراساني د ټي ټي پي د هغو مشرانو په ډله کې شامل و چې په دې وروستیو کې کابل ته د پاکستاني عالمانو او سیاستوالو د ورغلې جرګې له غړیو سره د سولې خبرې ترسره کړې وې.

د چارو د کتونکو په باور په افغانستان کې د ټي ټي پي د یو شمېر مشرانو وژل کېدل به د سولې پر هغو ټکنیو خبرو یو بل ګوزار وي و چې په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د دې ډلې او د پاکستان د حکومت ترمنځ یې څو پړاوه ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې ته نږدې سیمو کې د پاکستان پر پوځ بریدونه زیات شوي دي.

په یوې نوې پېښه کې پرون پاکستاني چارواکو تایید کړه چې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د انتحاري حملې په نتیجه کې څلور پوځیان ووژل شول.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

افغان طالبان چې د تېرکال په اګسټ کې بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پاکستاني طالبانو د تحریک نږدې متحدین ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG