د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

ټي ټي پي افغانستان کې د خپلو درې غړيو وژنه تأييد کړه؛ طالبان: موږ د پېښې پلټنه کوو


د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي
د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي

که څه هم تحریک طالبان پاکستان تأیید کړه چې درې لوړپوړي غړي یې په افغانستان کې وژل شوي دي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دې پېښې په اړه معلومات کوي.

د TTP یوې معتبرې سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته نن ویلي، په وژل شویو کې د پاکستاني طالبانو یو مهم غړی عبدالولي چې په عمر خالد خراساني مشهور و، هم شامل دی.

وروسته له دې چې په کابل کې د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکراتو کومه پایله ور نه‌کړه او پاکستاني پلاوي بې له کومې لاس‌ته راوړنې اسلام‌اباد ته ستانه شول، په افغانستان کې د درې مهمو پاکستاني طالبانو د وژلو کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په وژل شویو پاکستاني طالبانو کې یو مهم قوماندان خالد عمر خراساني چې په عبدالولي مشهور دی هم شامل دی او پاتې دوه تنه نور یې حافظ دولت او مفتي حسن ښودل شوي دي.

یاد طالب مشران د اګست پر اوومه ماښام مهال جنوبي وزیرستان تر څېرمه د افغانستان د پکتيکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې روان وو چې موټر يې د سړک غاړې په ښخ کړي ماین باندې ختلی.

تر اوسه د دې پېښې څرنګوالي په اړه نور معلومات نه‌شته او دا هم نه ده معلومه چې دا ماین هلته چا ایښی و.

ځینو نورو رسنیو بیا لیکلي، په وژل شویو کې د عمر خالد زوم هم و.

په افغانستان کې مو د طالبانو له حکومت هم په دې اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د دې پېښې په اړه د معلوماتو په راټولولو بوخت يو."

هاخوا یو شمېر پاکستاني رسنیو د وژل شویو پاکستاني طالبانو د جسدونو تصویرونه هم خپاره کړي دي.

له دې وړاندې هم په ننګرهار د یوه مهم پاکستاني طالب قوماندان مفتي خالد د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.

له هغه وروسته چې طالب چارواکو رسما اعلان وکړ چې په کابل کې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ د خبرو منځګړيتوب کوي او د اسانچاري په توګه دې خبرو کې ونډه اخلي، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون او نه‌شتون په اړه بحثونه ګرم شول.

ځینو نورو رسنیو بیا لیکلي، په وژل شویو کې د عمر خالد زوم هم و.
ځینو نورو رسنیو بیا لیکلي، په وژل شویو کې د عمر خالد زوم هم و.

د یادونې ده، چې د روان لمریز کال د وري په ۲۷مه پاکستاني الوتکو په خوست کې یو کلی بمبار کړ او ملکي خلکو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

پاکستان ادعا وکړه چې هلته یې پاکستاني طالبان په نښه کړي، خو طالب چارواکو وویل، سیمه کې ملکي خلک وژل شوي او کورونه یې نړیدلي.

ترڅنګ یې کابل ته د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو لپاره د پاکستاني پلاوو پرله‌پسې سفرونه پیل شول چې په لومړي سفر یې په اوربند هوکړه وشوه، خو پاتې دوه سفرونه ښکاره بې‌پایلې و.

په افغانستان کې د دې پاکستاني طالب مشرانو په نښه کېدو سره ګڼې پوښتنې مطرح کېږي، چې دا پاکستاني طالبان څه ډول په نښه کېږي او ایا رښتیا هم دوی په بمي چاودنه کې وژل شوي؟

XS
SM
MD
LG