د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

ملګرو ملتونو د اوکراین د صادراتو له پیلېدو هرکلی وکړ


د اوکراین له ادویسې بندره په غَلو بار لومړۍ کښتۍ.
د اوکراین له ادویسې بندره په غَلو بار لومړۍ کښتۍ.

د اوکراین له اودیسې بندره په غَلو بار لومړۍ کښتۍ استانبول ته په لار ده او نن تمه کېږي چې استانبول کې لنګر واچوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش د اوکراین له اودیسې بندره په غنمو بار د یوې کښتۍ د وتلو له خبرې هرکلی کړی دی.

د اوکراین بندرونه د روسیې د یرغل له پیله تړلي وو او ورسره له اوکراینه بهر غله جات نه صادرېدل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش

انټونیو ګوټیریش بېګا په دې اړه په یوه پيغام کې چې د هغه په ټوېټر خپور شو ویلي: "دا اوسنی (د کښتۍ) وتل د ګډې همغږۍ د مرکز لخوا چې تېره اونۍ د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې جوړ شو یوه لویه ډله ییزه لاسته راوړنه ده. په دغه مرکز کې د اوکراین، روسیې فدراسیون او ترکیې استازي شامل دي. هغه څه چې موږ نن په اودیسه کې لیدلي یو مهمه پیلامه ده. دا به د ډېرو سوداګریزو باروړونکو کښتیو د سفر پیل وي چې د خوړو نړیوالو بازارونو ته به ثبات او راحتي راولي."

د اوکراین د غلو د کښتیو لپاره وروسته له هغه د تګ اجازه ورکړل شوه، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب روسیې او اوکراین هوکړې ته ورسېدل.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم په دې هوکړه کې د خپل غړي ترکیې له حیاتي رول مننه کړې ده.

د هوکړې له مخې چې ترکیې او ملګرو ملتونو هم لاسلیک کړې د اوکراین دری بندرونه اودیسه، خورنمورسک او یوژني د کښتیو د تګ اجازه لري.

دا بندرونه له تېر فبرورۍ راهیسې چې روسیې په اوکراین یرغل ور وړی تړلي وو او د کښتیو د تګ اجازه نه وه.

د اوکراین د تاسیساتو وزیر اولکسندر کوبراکوف وویل، چې د رازوني باروړونکې کښتۍ چې د سیرالیون بیرغ ورباندې ولاړ دی له اودیسې ووتله.

د ترکیې د دفاع وزارت د اټکل له مخې تمه ده دا کښتۍ سه شنبه استانبول ته ورسېږي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د غنمو د لومړۍ کښتۍ د وتلو خبره ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې اوکراین تل د اعتماد وړ شریک و او پاتې به وي او روسیه باید د تړون درناوی وکړي.

په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په نړیوالو مارکېټونو کې د خوړو او نورو موادو بیې ډېرې لوړې شوي.

د نړۍ اکثرو هېوادونو ته به پخوا د اوکراین غوړي، غله جات او نور مواد ورتلل چې د روسیې په یرغل سره هر څه ودرېدل.

XS
SM
MD
LG