د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د خوړو نړيوال پروګرام: افغانانو سره ۱۷۲ ميليون ډالرو په ارزښت عاجلو مرستو ته اړتيا ده


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د ژمي تر راتګ مخکې د ۱۷۲ ملیون ډالرو په ارزښت عاجلو مالي مرستو ته اړتیا لري.

دغه اداره وايي، دوی غواړي په لیرې پرتو سیمو کې د ژمي تر راتګ مخکې د خلکو د لاسنیوي لپاره د یو نیم سل زره ټنو په اندازه خوراکي مواد ذخیره کړي.

WFP وايي دوی په ټوله کې دا مهال، تر یو ملیارد ډالرو زیاتې بسپنې ته اړتیا لري، خو دغه ۱۷۲ ملیون ډالره د اړو کسانو د عاجلو غذايي اړتیاوو پوره کولو لپاره دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۲۱م کال په نسبت په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان په سطحه خوراکي توکو ته د اړو کسانو شمېر خورا زیات شوی دی.

په داسې حال کې چې د هرې میاشتې په تېرېدو سره په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې د پراخېدو په اړه نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی دا مهال ۱۷۲ ملیونو ډالرو ته عاجله اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، دوی دغه اندازه بسپنې ته د دې لپاره اړتیا لري چې د ژمي تر راتګ مخکې په لیریو پرتو سیمو کې شا و خوا ۱۵۰ زره ټنه خوراکي توکي ذخیره او هلته مېشتو اړو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند، وحید اله اماني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ ۱۷۲ ملیون ډالرو ته د دې لپاره عاجله اړتیا لرو، چې WFP په پام کې لري د ژمي تر راتګ مخکې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې، چې د لومړنۍ واورې له اورېدو سره یې لارې بندېږي، د ۱۵۰زره ټنه خوراکي توکي ذخیره شي تر څو هغه کسان چې هلته ژوند کوي او د ژمي پر مهال د خوراکي توکو له ستونزو سره مخامخېږي، لاسنیوی یې وشي."

نړيوالو بنسټونو څو څو ځل خبرداری ورکړی چې اوس مهال تر نيمايي ډېری افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
نړيوالو بنسټونو څو څو ځل خبرداری ورکړی چې اوس مهال تر نيمايي ډېری افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې په افغانستان کې ۱۴ ملیون کسانو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو هدف ټاکلی و، خو د اګست د میاشتې له سیاسي تحولاتو وروسته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی وتوانېدل تر ۱۵ ملیونو ډېرو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

د افغانستان له ګڼو سیمو هره ورځ اورېدونکي د ازادۍ راډیو په اتومات پیغام ثبتوونکي ماشین کې د خوراکي توکو او نورو بشري مرستو له نه رسېدو شکایتونه کوي.

د هلمند د ګریشک ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي: "دا مرستې چې وېشل کېږي، د ماړه سړي نوم شپږ وارې لیکل کېږي، مسکین ته قران ورکوي، چې ته موړ یې مسکین یا نېستمن نه یې."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی خپلې مرستې د خپلو کارکوونکو او خپلو اړوندو ادارو له طریقه وېشي چې وروسته د خپلو مرستو د وېش څرنګوالی څاري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان میلادي ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې نږدې ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي او WFP توانېدلې چې تر اوسه له څه باندې ۱۹ ملیونه کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

د WFP ویاند وايي په هغو هېوادونو او سازمانونو کې چې د دوی ډېره مالي مرسته کوي د نورو هېوادونو او ادارو تر څنګ د امریکا متحد ایالتونه، برېتانیا، کاناډا، اروپايي ټولنه او د اسیا پراختیايي بانک شامل دي.

د طالبانو ویاندویانو ازادۍ راډیو ته ویلي د اړو کسانو لپاره د غذايي مرستو د جلب په هدف له ګڼو هېوادونو سره تماسونه شته چې اوس هم افغانستان ته د ځینو هېوادونو مرستې پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG