د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د تاشکند دوه ورځنۍ غونډه؛ طالبان: پر اقتصادي همکارۍ په‌‌کې خبرې کېږي


ارشيف - طالب پلاوی
ارشيف - طالب پلاوی

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند، د طالبانو د حکومت د یو کلنۍ په درشل کې نن او سبا د افغانستان په اړه د یو دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس کوربه دی.

ازبکستان چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته، له دغه هېواد له خاورې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دی، چارواکو یې په تاشکند کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې پیل کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دې وزارت سرپرست امیر خان متقي نن د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ښاغلي ویلادیمیر نوروف سره وکتل.

په اعلامیه کې راغلي، ښاغلي نوروف د تاشکند په نړیواله ناسته کې د افغانستان د لوړپوړي پلاوي د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په دې ناسته کې به د افغانستان پرمختګونه بیان شي څو د ګډونوالو قناعت ترلاسه شي.

مخکې بیا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په دې ناسته کې د طالبانو ګډون د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دی خو ګډون يې له غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، د رسنیو له کارکوونکو او منتقدینو سره د طالبانو له ناوړه چلند سره سره، نړۍ دوی ته د رسمیت پېژندنې موقع ورکوي او نړیواله غونډه ورته جوړوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند د نړیوال کانفرانس له امله له ازبکستان څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې پخوا به د افغانستان د مسئلې په اړه د مذاکراتو، اوربند، اورکم او د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو کنفرانسونه دایرېدل؛ خو دا ځل د افغانستان د اقتصادي پراختیا په باب نړیواله ناسته رابلل کېږي چې دا ښه پرمختګ دی.

متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره تر خبرو ورسته رسنیو ته وویل: "په اقتصادي مسایلو خبرې کېږي او په دې اړه خبرې کېږي چې افغانستان څنګه د ټرانزیټ او اقتصاد په مرکز بدل کړي، څنګه افغانستان د جنوبي او مرکزی اسیا د وصل د نقطې په توګه خپل رول ادا کړي. مونږ حاضر یو چې د ټولو هېوادونو سره تعمال ولرو، هم په پا سیاسي او دیپلوماتیکه برخه کې او هم د اقصاد په برخه کې."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، پر خپلو کړو ژمنو ټینګ ولاړ دی او هېڅ ډلې او یا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د درېیم هېواد پرخلاف وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د افغانستان له خاورې په تاجکستان او ازبکستان د توغندیو د توغېدو راپورونه ورکړل شوي وو او طالبانو هم ادعا کړې وه، چې د داعش ډلې کومو غړو چې دا کار کړی و دوی یې نیولي دي.

مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وو، چې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره شپه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دې هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي او د ملي امنیت له مشاور سره هم کتلي دي او د بېلابېلو مسایلو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې تازه خپره شوې اعلامیه ویل شوي، د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوروف په دغه لیدنه کې ویلي، دوی د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور پر رېل ګاډي په جدیت سره کار کوي او په وینا یې د دې پروژې له پلي کېدو سره به منځنۍ اسیا او سویلي یو بل سره وصل شي او له دې لارې به د افغانستان اقتصاد ډېره وده وکړي.

د طالبانو حکومت دغه غونډه د «افغانستان امنیتي او اقتصادي ودې کنفرانس» په نوم یاده کړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې دا ناسته د هغو کنفرانسونو تسلسل دی چې تاشکند په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو کې د افغانستان په اړه جوړ کړی و.

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې دا ناسته د طالبانو د حکومت د یو کلنۍ په درشل جوړېږي، په دې ناسته کې د نږدې شلو هېوادونو اونړیوالو بنسټونو د استازو ګډون تاييد شوی دی.

دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې تر اوسه د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د ټولشموله حکومت جوړول، ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو د حق ورکول او د القاعده په ګډون له ترورستي شبکو سره د اړیکو پرېکول د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو مهم شرطونه بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG