د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د اوکراین اقتصادي ملاتړ لپاره د نهه نیم میلیارد ډالرو پر مرسته موافقه وشوه


له جګړې وروسته د اوکراین کې د یوې ودانۍ انځور
له جګړې وروسته د اوکراین کې د یوې ودانۍ انځور

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د اوکراین د اقتصادي ملاتړ لپاره له دې هېواد سره نهه نیم میلیارد ډالرو پر مرستو توافق کړی.

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې د اوکراین د اقتصادي فعالیت د دوام لپاره د نهه نیم میلیارد ډالرو پر مرسته موافقه وکړه.

د راپورونو له مخې دې هېوادونو ویلي، باید دا یقین ترلاسه شي چې اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د خپل ځان د دفاع توان لري او د دولتي مامورینو د معاشونو په ګډون عامه خدمات وړاندې کولای شي.

د جرمني د مالیې وزیر کریستیان لندنر چې هېواد یې د جي اوه دوره يي مشري کوي، پرون خبریالانو ته وویل، چې د اوکراین له اقتصاد سره د نړیوالو مرستې به سږکال شاوخوا شل میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د جرمني د مالیې وزیر کریستیان لندنر
د جرمني د مالیې وزیر کریستیان لندنر

هغه وايي: "موږ موافقه وکړه چې اقتصادي وضعیت باید د اوکراین بریالۍ دفاع اغېزمنه نه کړي. موږ به د نړیوالو مالي بنسټونو په همکارۍ اوکراین ته په لنډمهال کې ۱۹،۸ میلیارد ډالره مستقیمې مالي مرستې برابرې کړو."

د جرمني د مالیې وزیر په وینا ۷،۵ میلیارد ډالر به امریکا، یو میلیارد جرمني او پاتې یو میلیارد به د جي اوه ډلې نور غړي په ګډه چمتو کړي.

په جي اوه ډله کې پر امریکا او جرمني سربېره برتانیا، فرانسه، ایټالیا، کاناډا او جاپان غړیتوب لري.

د راپورونو له مخې د دې ډلې د پرونۍ غونډې بحثونه ترډېره پر اوکراین د روسیې پر یرغل متمرکز وو.

له دې یوه ورځ مخکې د امریکا د مشرانو جرګې له اوکراین سره په پوځي او اقتصادي برخو کې د څلوېښت میلیارد ډالرو طرح تصویب کړه.

د امریکا د استازو جرګې تېره اونۍ دا سند تصویب کړی و.

دا لایحه د ولسمشر جو بایډن په غوښتنه کانګرس ته وړاندې شوه او اوس به د ده له لاسلیک وروسته توشېح شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډڼ
د امریکا ولسمشر جوبایډڼ

د پیسو نړیوال صندوق اټکل کوي، چې د اوکراین اقتصاد به سږکال او بل کال په سلو کې تر ۳۵ پورې کسر ولري.

XS
SM
MD
LG