د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د ملا هبت الله اخندزاده په وينا کې کومې خبرې نوې وې؟


د طالبانو د مشر وينا پر ټلوېزيون خپره نه‌شوه او نه يې هم تصوير خپور شو
د طالبانو د مشر وينا پر ټلوېزيون خپره نه‌شوه او نه يې هم تصوير خپور شو

د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخندزاده په کابل کې د طالبانو له خوا رابلل شوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې په بشپړ ډول د شریعت د بشپړ د نافذېدو ژمنه وکړه.

دا لومړی وار دی، چې د طالبانو د مشر وینا خپرېږي، خو په رسنیو کې یې تصویر یا ویډیو نه ده خپره شوې.

د شاوخوا درې نیم زره طالب-پلوه دیني عالمانو او قومي مخورو درې ورځنۍ غونډه له پرون پیل شوې او د طالبانو په خبره چې په مهمو سیاسي او ملي مسایلو پکې بحث کېږي.

زموږ همکار له خبریال او د سیاسي مسایلو له شنونکي قریب الرحمن شهاب څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د ملا هبت الله اخندزاده په وینا کې څه نوي وو؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00
XS
SM
MD
LG