د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

طالبان روانه اوونۍ په کابل کې لویه جرګه جوړوي


تصویر آرشیف : په تېرو دوو لسیزو کې د لویو مسایلو د پرېکړې لپاره جمهوري نظام څو لویې جرګې د کابل پوليتخنیک پوهنتون د لویې جرګې په خیمه کې جوړولې.
تصویر آرشیف : په تېرو دوو لسیزو کې د لویو مسایلو د پرېکړې لپاره جمهوري نظام څو لویې جرګې د کابل پوليتخنیک پوهنتون د لویې جرګې په خیمه کې جوړولې.

داسې ښکاري چې طالبان به روانه اوونۍ خپله هغه لویه جلسه جوړه کړې، چې دوی یې د علماوو لویه غونډه بولي.

د کابل پوليتخنیک پوهنتون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، چې د دغه پوهنتون ټول ټولګي به سر له نن یکشنبه چې د چنګاښ یا سرطان پنځمه ده، تر بلې یکشنبې چې د چنګاښ ۱۲مه ده، د «لویې جرګې» د جوړېدو له کبله رخصت وي.

د کابل پوليتخنیک پوهنتون اطلاعیه
د کابل پوليتخنیک پوهنتون اطلاعیه

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د دغې غونډې د جوړېدو خبر تایید کړو خو وايي دا لویه جرګه نه، بلکې د علماوو یوه لویه غونډه ده.

د طالبانو ریاست الوزا ته په یوه منسوب مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کې کېږي ویل شوي، دغې غونډې ته داسې علما د برخوالو په توګه بلل شوي، چې ښه شهرت، نوم او تقوا ولري، تر څنګ یې د مکتوب په اصطلاح د جهاد ملاتړ یې کړی وي.

ویل شوي، چې له هرې ولسوالۍ څخه درې تنه چې دوه یې علما او بل تن مخور وي، دغې جرګې ته بلل شوي دي.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق تېره پنجشنبه له دغه سازمانه غوښتي وو چې د افغانستان روانو ستونزو د حل په موخه یو ملي ډیالوګ جوړ کړي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.

نصیر احمد فایق
نصیر احمد فایق

له دې وړاندې د افغانستان د ځینو ولایتونو اوسېدونکو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ویلي وو، چې طالبانو د کلیو او ګذر وکیلان په خپل خوښه ټاکي او د دوی رایې یا نظر ته احترام نه کوي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیا ټینګولو لس میاشتې اوړي، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، طالبان هڅه کوي په کور دننه هم مشروعیت ترلاسه کړي، خو داسې ښکاري چې په دې کار لا بریالي شوي نه دي.

د طالبانو له خوا د لویې غونډې د رابللو د اجنډا، هلته د کېدونکو احتمالي بحثونو، د ګډونوالو د لیست او نورو ترتیباتو په اړه تفصیل نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG