د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

رينا اميري: د بشري حقونو شورا دې افغانستان کې د ښځو وضعيت ته پاملرنه وکړي


کابل کې يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې
کابل کې يو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو وضعیت ته زیات پام واړوي اوپه دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د ملګرملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنیرې میشل باشلې سره په کتنه کې یې له هغې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو، هزاره ګانو، سیکانو او هندوانو او هم په پنجشېر ولایت او نورو سیمو کې د هغو ملکي وګړو چې په نښه شوي، وضعیت ته زیات پام واړوي او په اړه یې اقدامات وکړي.

اغلې امیري پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې په لندن کې مېشتو د هزاره ګانو له استازیو سره یې کتلي او هغوی ورته ویلي چې نړۍ دې د دوی په وړاندې تاوتریخوالی درک کړي او پر طالبانو دې فشار را ولي چې هزاره ګان په راتلونکي کې له حملو خوندي شي.

د اغلي امیري په وینا په تېرو دولسیزو کې په افغانستان کې هزاره ګان په دونیم سوه هدفي حملو کې په نښه شوي دي.

د حقوقو بشر له کمېشنرې سره د رينا اميري د ليدنې يو انځور
د حقوقو بشر له کمېشنرې سره د رينا اميري د ليدنې يو انځور

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو وروسته د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر مذهبي اقلیتونو خونړۍ حملې شوي دي چې د ځینو مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی.

د دغو حملو وروستۍ یې د تېرې شنبې په ورځ د کابل په کارته پروان کې د سیکانو پر ګورډواره وه چې د دې ګورډوارې د یوه سیک ساتونکي په ګډون دوه تنه پکې ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت وایي، داعش ډله ۹۸ سلنه ځپل شوې خو نړیوالو په تېره د امریکا متحده ایالاتو د دغې ډلې فعالیتونو ته اندېښنې څرګندې کړي دي.

ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغانستان په اړه په یوه راپور کې وویل چې ښایي د اسلامي دولت ډله یا داعش او القاعده شبکه تر۲۰۲۳ کال پورې د دې وړتیا پیدا نه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورې نړۍ حملې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG