د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

دوحه کې د افغان نجونو د بندو ښوونځيو پرانیستو په اړه ناسته شوې


په دوحه کې د لوېدیځو هېوادونو د سفیرانو د غونډې انځور
په دوحه کې د لوېدیځو هېوادونو د سفیرانو د غونډې انځور

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانډټ وايي، په دوحه کې يې د لوېدیځ له سفیرانو سره په افغانستان کې د نجونو د بندو ښوونځيو د خلاصېدو په اړه ناسته کړې ده.

د یولسم ټولګې زده کوونکې فاطمه چې له تېرو لسو میاشتو راهیسي په کور ناسته ده، وايي نه یوازې دا چې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي بلکې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله د ژبې د زده کړې له روزنیز مرکز هم پاتې ده.

دا چې وايي، د ښوونځيو د خلاصېدو او نورو زده کړو په اړه يې هیلي ورځ تر بلې مړاوې کېږي ازادي راډیو ته يې وویل: "کله چې موږ زده کړې ونه کړو، نه شو کولای چې خپلو هیلو ته ورسېږو، نو له حکومته غواړو چې د نجونو په وړاندې ښوونځي خلاص کړي تر څو موږ زده کړې او پرمختګ وکړو او خپلو هیلو ته ورسیږو."

د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په دې راپور کې خپور واخیستل شي، وايي له ښوونځي رایسارې شوې لور ته يې رواني ناروغي پیدا شوې.

دا وايي که طالبان غواړي چې ټولنه له جهالته راوباسي نو نور دې د دوی انتظار پای ته ورسوي او نجونو ته دې د زده کړو او مېرمنو ته دې د کار اجازه ورکړي.

هغه وايي: "نور نه پوهېږو چې په کومه لهجه دې خلکو ته ووایو چې ښوونځي لطفاً خلاص کړئ، تر دې دمه چې تړلي دي دا هم نه شي جبرانېدای، هیله ده چې له دې نور د جهل لمن خپره نه شي باید ښوونځي خلاص شي، دوی دې د افغانستان له راتلونکې سره لوبې نه کوي، پرېږدئ چې خلک باسواده شي او خپل راتلونکی جوړ کړي."

چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې د ښوونځیو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکول شوي او ښوونځي یې تړلي دي.

د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې.

تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو د پوهنې وزارت په مرستیال سعید احمد شهید خیل او د لوړو زده کړو په سرپرست عبدالباقي حقاني له افغان نجونو سره د سلیقوي چلند او له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو د مخنیوي له امله د سفر بندیز هم لګولی دی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانډټ پر خپل ټویټر لیکلي، دي چې په دوحه کې د لوېدیځو سفیرانو په یوه ناسته کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي سهار سه شنبه پر ټوېټر لیکلي، چې دوی په دوحه کې د یونیسف او یونیسکو سره په لیدنه کې په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تازه په دې اړه تازه څه نه وايي، خو وړاندې تر دې د طالبانو د د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د روانې غبرګولي میاشتې په ۵ نېټه یو شمېر رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي وه، چې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د خلاصون موضوع ته، د دوی د حکومت د سترې محکمې د رییس مولوي عبدالحکیم په مشرۍ یوه اته کسیزه پلاوي ګمارل شوی دی.

موږ هڅه وکړه، چې د دغه پلاوي د کارونو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړو خو ویاند يې ذبیح الله مجاهد زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.

XS
SM
MD
LG