د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ملګرو ملتونو د دوو طالب چارواکو په سفر بندیز ولګاوه


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د دوو طالب چارواکو په سفر بندیز ولګاوه.

ملګرو ملتونو پرون د دوشنبې په ورځ د هغه څه له امله چې د افغان نجونو د زده‌کړو او تحصیل پر وړاندې سخت دریځ یادېږي، پر دوو طالب چارواکو د سفر بندیز ولګاوه.

د فرانسې خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر دیپلوماتانو له قوله لیکلي، خو په ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر د معافیت بندیز له دوو تر درې نورو میاشتو وغځول شو.

په راپور کې ویل شوي، که د دوو میاشتو تر تېرېدو وروسته د دې سازمان د یادې کمېټې کوم غړی اعتراض ونه لري، دغه موده خپله یو میاشت نوره هم غځېږي.

د فرانسې خبري اژانس ته یو ديپلومات د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ویلي، هغه دوه طالب چارواکي چې په سفرونو یې بندیز لګېدلی، د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني

راپور زیاتوي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له سختو خبرو اترو وروسته، د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت له ۳۰ تر ۶۰ ورځو نور هم وغځاوه.

خو راپور کې د دې طالب چارواکو نومونه نه‌دي اخستل شوي.

خو د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمېټه کې د ځینو دیپلوماتانو له قوله لیکي، یو شمېر هېوادونو د ښځو د حقونو د نقض له امله غوښتنه کوله چې د ټولو طالب چارواکو په سفرونو بندیز ولګول شي، خو یو شمېر نورو بیا د دې کار پلوي نه‌وو.

درې کاله وړاندې د امریکا د مخکني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو پر سفر بندیز په نسبي توګه لرې شو.

خو په ټوله کې لا هم ۴۱ طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌ بندیزونو سره مخ دي چې له دې یو یې د دوی په سفرونو بندیز دی.

په ښکاره نړیواله ټولنه د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې په نجونو او ښځو د سختو محدودیتونو لګولو او تر خوا یې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندولو غوسه کړي.

خو له دې پرته ځینې نور شرایط هم شته چې لا طالبانو نه‌دي منلي، له دې ډلې د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او تر خوا یې له ترهګرو ډلو سره د هر ډول اړیکو پرې کول د یادولو دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسووله هېدر بار وايي، دا پرېکړه له هېڅ غوره، خو نا هیلي کوونکې بولي.

هېدر بار
هېدر بار

اغلې بار ازادي راډیو ته وویل: "د امنیت شورا له‌خوا پر هغو دوو چارواکو د سفر بیا بندیز چې په مستقیم ډول د پوهنې په برخه کې ښکېل دي او ښوونځیو ته یې د نجونو د تګ مخه نیولې او د سفر له بندیزه د نورو ۱۳ کسانو معاف کول، یوه سمبولیکه او ناهیلې کوونکې پرېکړه ده، خو له هیڅ ښه ده. امنیت شورا ته په کار وه چې د ښځو او نجونو پر حقونو اوسني تېري ته یې پام کړی وای او داسې لارې چارې یې لټولې وای چې پر بنسټ یی امنیت شورا د سفر بندیز په ګډون له نورو لارو چارو هم استفاده وکړي او د ښځو پر حقونو د دې تېریو پر وړاندې مخالفت وښیي."

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان مسوولې سمیرا حمیدي په خپله ټویټرپاڼه دا پرېکړه د افغانانو پر وړاندې خیانت او سپکاوی بللی دی.

له طالبانو مو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د نوې پرېکړې په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه‌کړ.

خو له دې وړاندې طالبانو په ځلونو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په مشرانو یې لګول شوي هر ډول محدودیتونه او بندیزونه لېرې کړي. هغه غوښتنه چې نړیوالې ټولنې رد کړې.

XS
SM
MD
LG