د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

کابل کې د سېکانو په ګردواره برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي


د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

په کابل کې د سېکانو په عبادتځای د وسله‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نږدې ساعت وړاندې د پېښې په سیمه کې رسنیو ته وویل: "یو امنیتي سرتېری په شهادت رسېدلی او همدارنګه د اهل‌هنودو هېوادوالو یو تن مړ شوی دی. چا دې برید کړی و، له پښو لوېدلي او اوس ساحه تصفیه کېږي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسله‌والو په ننوتو سره پیل شو.

د دې وزارت د ویاند په خبره، وسله‌‌والو لومړی د لاسي بم برید وکړ چې له امله یې په درمسال کې اور ولګېد.

په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اورلمبې د درمسال تر دوهم پوړ رسېدلي او یو شمېر اهل‌هنود د ځان ژغورولو په هڅه کې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله، وسله‌والو غوښتل له خلکو په ډکه سیمه کې موټر بم برید هم وکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې یې موټر چاودنه کړې او ځاني زیان‌ نه‌لري.

د پېښې یو عیني شاهد د خپل نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د درمسال ساتونکی یې وواژه او درمسال ته دننه شول. وروسته د ډزو غږونه زیات شول. دلته سهار وختي یو شمېر سرداران یا اهل هنود د خپل عبادت لپاره راځي. دا یې عبادتځای دی."

هاخوا د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی‌ایس شنکر، په کارته پروان کې د اهل‌هنودو په عبادتځای برید بزدلانه عمل بللی او غندلی یې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغان ټولنې د هوساینې لپاره اندېښمن دي او په کابل کې دا برید له نږدې څاري.

له دې وړاندې د ۱۳۹۹ کال د وري په شپږمه، هغه مهال چې جمهوري نظام واکمن و، د کابل په لومړۍ حوزه کې د اهل هنودو په درمسال خونړي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي وو او ۸ نور ټپیان دي.

هغه مهال له برید نږدې اتیا تنه چې په سیمه کې کلابند پاتې وو، د مخکنیو افغان ځواکونو له‌خوا ژغورل شوي وو.

دا برید داسې مهال کېږي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم، لا له وړاندې یو ډېر شمېر افغان اهل‌هنودو خپل وطن افغانستان، ورته شته ګواښونو له امله پرېښی او اوس په ډېر کم شمېر په کابل او ننګرهار کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG