د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د افغان سېکهانو او هندوانو ۴۰ کورنۍ له هندوستانه راستنې شوې


ارشیف، د افغانستان د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یوه افغان سېکهـ کورنۍ
ارشیف، د افغانستان د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یوه افغان سېکهـ کورنۍ

د افغان سېکهانو او هندوانو لسګونه کورنۍ بېرته له هندوستان راستنې شوې دي.

په ولسي جرګه کې د سېکهانو او هندوانو استازي نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته وویل د همدې اوونۍ په سر کې ۴۰ کورنۍ راستنې او د حکومت له مرستو برخه‌منې شوې.

ښاغلی خالصه زیاتوي: "۴۰ کورنۍ بېرته کابل ته راستنې شوې دي. پرون له دوی هر یو سره ۳۰ قلمه مرستې وشوې. نغدي مرستې هم له دې وروسته له موږ سره کېږي."

د افغان سېکهانو او هندوانو ګڼ شمېر په دې وروستیو لږ تر لږه دوو کلونو کې چې امنیتي وضعیت په خرابېدو شو له افغانستان ووتلې.

دا ډله هم د نورو افغانانو په څېر له ګڼو بریدونو سره مخ شوې ده.

په دې ډلې باندې تر ټولو لوی خونړی برید د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵مه وو.

یوه افغان سېکهـ مېرمنه چې په کابل کې پر یوې ګوردواره وسله‌واله حمله کې ټپي شوې ده. March 25, 2020
یوه افغان سېکهـ مېرمنه چې په کابل کې پر یوې ګوردواره وسله‌واله حمله کې ټپي شوې ده. March 25, 2020

هغه ورځ د وړو ماشومانو، زړو او سپین سرو په شمول لږ تر لږه ۲۵ سېکهان د کابل په شوربازار کې په ګوردواره باندې په خونړي برید سره ووژل شول او لسګونه نور یې ټپيان شول.

د سېکهانو او اهل هنود استازی ښاغلی خالصه وايي له برید وروسته تر ۱۱۰ کورنۍ له افغانستانه ووتلې، خو اوس د امنیتي تدابیرو په نیول کېدو سره دوی بېرته وطن ته د راستنېدو لپاره زړه ښه کړی.

ښاغلی خالصه وايي: "حکومت موږ سره مرستې کړې دي هر یو درمسال لپاره. چېرته چې موږ سره ټولېږو امنیتي تدابیر یې نیول کېږي. خوشبختانه هر یو درمسال ته‌یې پنځه تر ۱۰ عسکر ورکړي دي."

په ولسي جرګه کې د سېکهانو او هندوانو استازی نرېندر سنګهـ خالصه
په ولسي جرګه کې د سېکهانو او هندوانو استازی نرېندر سنګهـ خالصه

سره له دې چې لا د افغان سولې خبرو نتیجه نه‌ده ورکړې او جګړو ورځ تر بلې زور اخیستی له هنده راستانه شوي افغان سېکهان وايي په دې هیله راستانه شوي چې امنیت‌یې خوندي وي او مرستې ورسره وشي.

له راستنو شویو سېکهانو یو هم ګورنام سنګهـ دی چې له حکومته د مرستو مننه کوي، خو ټینګار لري چې په سېکهانو لا زیات پام په کار دی.

دی زیاتوي: "زه د غزني ولایت اوسېدونکی یم. له هند راغلی یم. له دولت مننه کوم، خو بیا هم د هغو کسانو لپاره چې له هند راستانه شوي د مرستو غوښتنه لرم."

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي دمګړۍ ۳۰ قلمه خواړه او نور ضروري مواد له راستنو شویو سېکهانو او هندوانو سره مرسته کېږي.

سېکهان او اهل هنود له پېړیو په افغانستان کې مېشت دي. دوی په امنیتي ګواښونو سربېره د یو شمېر خلکو له چلنده هم ځورېدلي.

یو شمېر افغان سېکهان
یو شمېر افغان سېکهان

یو هم د ځینو زورواکو له‌خوا د افغان سېکهانو او هندوانو د کورونو نیول دي چې سېکهانو تل په خپلو خبرو کې ترې یادونه کړې ده.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا څه وخت مخکې په خپل فېس‌بوک له افغان سېکهانو او هندوانو د ملاتړ ترڅنګ لیکلي و چې د دوی د غصب شویو جایدادونو پوښتنه په جدي توګه کېږي.

XS
SM
MD
LG