د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د پاکستان مالي اقدامات ارزول کېږي


د مالي اقدام موظفه ډله چې د تروریستي ډلو پر مالي سرچینو څارنه کوي په پلان کې لري چې په نژدې راتلونکي کې پاکستان ته یو پلاوی ولېږي، څو په دوو برخو کې د دې هېواد اقدامات وارزوي.
د مالي اقدام موظفه ډله چې د تروریستي ډلو پر مالي سرچینو څارنه کوي په پلان کې لري چې په نژدې راتلونکي کې پاکستان ته یو پلاوی ولېږي، څو په دوو برخو کې د دې هېواد اقدامات وارزوي.

په پام کې ده چې د مالي اقدام د موظفې ډلې یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او په مالي برخه کې د دې هېواد اقدامات وارزوي.

د پاکستان حکومت د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د اقداماتو په ترڅ کې ژمنه کړې چې د مالي تروریزم د مخنیوي لپاره به د مالي اقدام د موظفې ډلې ټولې سپارښتنې عملي کوي.

د مالي اقدام موظفه ډله یا FATF چې د تروریستي ډلو پر مالي سرچینو څارنه کوي په پلان کې لري چې په نژدې راتلونکي کې پاکستان ته یو پلاوی ولېږي، څو په دوو برخو کې د دې هېواد اقدامات وارزوي.

دې ډلې پرون جمعه د پاکستان د حکومت له یوه پلاوي سره چې په دې اړه د خبرو لپاره برلین ته تللی، له کتنې وروسته په یوه بیان کې وویل پاکستان په دواړو برخو کې ورکړل شوي پلانونه ترډېره عملي کړي دي.

د پاکستان د ماليې مرستیال وزیرې، عایشې غوث پاشا پرون په اسلام آباد کې د مالي اقدام موظفې ډلې د بیان ستاینه وکړه ویې ویل، دا هغه څه دي چې د پاکستان اقتصاد سخته اړتیا ورته لرله.

پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوال تروریزم د مالي ملاتړ د څارنې په لېست کې شامل شو او ورته وویل شول، چې په خپل قلمرو کې اسلامپالو وسله والو ډلو ته د چندو او مالي ملاتړ د جلبولو د مخنیوي لپاره قانوني اقدامات وکړي.

دا هغه مهال و، چې افغان طالبان لا واک ته نه و، رسېدلي او مرکزونه او د مالي فعالیتونه کانالونه یې ټول په پاکستان کې وو.

د مالي اقدام موظفه ډله په خړ لېست کې د پاکستان د نوم شاملولو د دې هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړ ځکه له دې کبله افراد، کمپنۍ او شرکتونه له دې هېواد سره د تجارت په برخه کې زړه نازړه وو.

په داسې حال کې چې اسلام آباد غواړي د ېوالیه کېدو د مخنیوي او د خپل اقتصاد د ژغورنې په هدف د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مالي ملاتړ بسته چې ځنډېدلې وه ترلاسه کړي تمه ده چې له دې لېسته د پاکستان د نوم له لیرې کېدو سره به په دې هېواد کې اقتصادي فعالیتونه بیا پراخ شي.

د پاکستان پر پوځ له اوږدو کلونو راهیسې دا تور دی چې د افراطي ډلو ملاتړ کوي او په هند او افغانستان کې یې د اجیرو ډلو په توګه جنګوي.

د مالي اقدام موظفه ډله له مداخلې مخکې اسلام آباد د افغان طالبانو او د هغو د ملګرو ډلو په ګډون په پاکستان کې د چندې ټولولو په برخه کې د تروریستي ډلو پر فعالیتونو تقریباً هېڅ ډول محدودیت نه و، وضع کړی.

XS
SM
MD
LG