د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

پاکستان کې خراب اقتصادي وضعيت؛ د پيسو له نړيوال صندوق يې د پور غوښتنه کړې


پاکستان په وروستيو څو مياشتو کې له بد اقتصادي وضعيت سره مخ شو
پاکستان په وروستيو څو مياشتو کې له بد اقتصادي وضعيت سره مخ شو

د پاکستان د نوي حکومت د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل پرون (پنجشنبې) واشنګټن ته روان شو چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د هغو پورونو په اړه خبرې وکړي چې دغه صندوق یې پاکستان ته ورکړه درولې ده.

د پیسو نړیوال صندوق یا آی ایم ایف د پاکستان مخکیني حکومت ته د ۶ ملیارد ډالره پور ورکړه ځنډولې وه.

د پاکستان د خزانې وزیر واشنګټن ته تر روانېدو مخکې په یوه ټویټ کې ولیکل چې واشنګټن ته د سفر هدف یې دا دی چې د پیسو نړیوال صندوق هغه پورونه پاکستان ته ورکړي چې د عمران خان د حکومت په مهال یې درولي او د پاکستان اقتصاد یې له خطر سره مخامخ کړی و.

پاکستاني شنونکي وايي چې د دغه هیواد اقتصادي وضعیت اوس دومره خراب دی چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د نور پور له اخیستلو پرته یې د ژغورلو بله لار نه شته.

د عمران خان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق سره په ۲۰۱۹ م کال د ۶ ملیارد ډالره پور موافقه لاسلیک کړې وه خو آی ایم ایف دا موافقه د دې لپاره لغوه کړه چې د پاکستان حکومت د دې نړیوال صندوق شرطونه په ځای نه کړل.

له بلې خوا نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان د ۳۴ سلنه خلکو د ورځې عاید تر ۳ اعشاریه ۲ ډالره یا ۶۰۰ پاکستانۍ روپیو نه اوړي.

د نړیوال بانک پر اساس، د عاید د کمېدو او د نرخونو د لوړېدو له کبله د اکثرو پاکستانیانو پر وضعیت په ځانګړي ډول د بېوزلو خلکو پر ژوند بد اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG