د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د بخښنې نړيوال سازمان: طالبان دې په پنجشېر کې وژنې او نيونې ودروي


پنشجېر
پنشجېر

د بخښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسیا څېړونکي زمان سلطاني په پنجشېر کې د طالبانو له لوري د ملکیانو د شکنجې او بې محاکمې نیونو او وژنو د راپورونو د سملاسي درېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل: "پر له پسې راپورونه راځي چې طالبان په پنجشېر کې ملکیان نیسي او وژني. د وروستیو څو اوونیو پېښو په دې کې لږ شک پرې ایښی چې هلته د طالبانو له لوري بې محاکمې وژنې او نیونې زیاتې شوي دي. د بشري حقونو جدي سرغړونو په سیمه کې د بیرې او بې باورۍ فضا رامنځته کړې ده..."

ده همدا راز ویلي چې د نړیوال بشري قانون سرغړونه ممکن جنګي جنایت وګڼل شي.

طالبان تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د ملکیانو په وژنو او نیونو تورن شوي وو خو دوی دا ډول راپورونه ردوي.

د روان غبرګولي په شلمه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ ویلي و چې په پنجشېر ولایت کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د بشري حقونو د یوې مدافع ډلې راپور د ده له مخکینیو څېړنو سره سمون لري.

بینیټ د بشري حقونو د څار سازمان راپور ته په اشارې ویلي و، د طالبانو ځواکونه په پنجشېر ولایت کې ملکي وګړي نیسي او شکنجه کوي یې، اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د دې سرغړونو په اړه شفاف او بشپړ تحقیقات په کار دي او زیاتوي چې له مسوولو کسانو سره هم باید په دې خاطر حساب کتاب وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی پرون وویل، چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت او نورو سیمو کې بې پوښتنې اعدامونه کړي او اسیر وسله وال او نور بندیان یې تري تم کړي دي.

په پنجشېر کې د بشري سرغړونو د ادعاوو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي ازادۍ راډیو ته وویل: "زموږ څېړنې ښيي چې طالبان له مې میاشتې راهیسې په پنجشېر ولایت کې پراخ حضور لري او سرتېرو یې خلک نیولي، شکنجه کړي او په ځینو مواردو کې یې په دې شک چې د ملي مقاومت د جبهې لپاره کار کوي وژلي دي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته په یوه غږیز پېغام کې د هیومن رایټس واچ دا راپور رد کړ.

طالبانو د بخښنې د نړیوال سازمان د تازه راپور په اړه تر اوسه پورې لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG