د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې بې‌ګناه ملکيان بنديان کړي، طالبان يې ردوي


طالب سرتېري
طالب سرتېري

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونو په پنجشېر ولایت کې ځینې ملکیان په دې تور په غیرقانوني ډول ځورولي او بندیان کړي چې د دوی د یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې سره اړیکې لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن ویلي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون د خلکو په وهل ټکولو لاس پورې کړی.

ګاسمن اندېښنه ښودلې طالبان په خپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته د سزا نه ورکولو له کبله ډېر ملکي وګړي له خطر سره مخامخوي.

تر دې مخکې د پنجشېر د ځینو برخو اوسېدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د مقاومت له جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي او ځورول شوي دي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو چارواکو هم له دې جبهې سره د اړیکو په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر تایید کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې د جون په لومړیو کې د خنج ولسوالۍ د اتیا تنو ملکي وګړو د نیول کېدو پېښې ته اشاره شوې، چې وروسته یې اویا تنه خوشې شول خو لس نور یې لا هم په دې تور په بند کې ساتل شوي چې خپلوان یې د مقاومت په جبهه کې شامل دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

له دې سره هممهاله د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد راډیو ته په یوه صوتي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې څوک له چا سره زو رزیاتی نه‌کوي.

نوموړی وايي: "د بشر د حقونو د څار سازمان هغه ادعاګانې ناسمې او بې اساسه دي، چې ګواکې د اسلامي امارت چارواکو دې څوک بېګناه وژلي وي یا یې حقونه تر پښو لاندې کړې وي. د افغانستان اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د اسلامي امارت پر ضد بې اساسه پروپاګند ته غوږ کښېنږدي او په افغانستان کې شته واقعیتونه په پام کې ونیسي او ویې مني."

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن تر دې مخکې ویلي وو، په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه یوازې ژوره اندېښنه ښودل کافي نه‌دي بلکې د هغې په وینا د طالبانو په وړاندې جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG