د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

هېواد: ګاونډي او د سيمې هېوادونه د افغانستان په سوله او ثبات کې شريک دي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ولسمشر غني وروستیو هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي، طالبانو ته نور د امتیاز ورکولو موده ختمه شوې.

وړاندې راغلي، طالبان اوس دوه لارې لري یا باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او سولې ته غاړه کېږدي او یا به خونړۍ جګړې ته ودانګي.

د لیکوال په وینا، طالبانو تر دې وړاندې افغان مذاکره کوونکي پلاوي ته ویلي چې دوی به لومړی خپله ستونزه له امریکا سره هواره کړي او وروسته به د دولت مذاکره کوونکي پلاوي سره وګوري.

د لیکوال په اند طالبان د ټرمپ له ماتې وروسته بیا د مذاکرې مېز ته نه‌دي راغلي او پر ځای یې تر ډېره بهرنیو سفرونو ته زور ورکړی.

ورځپاڼې لیکلي په دې کې شک نه‌شته چې د امریکا تر رسمي دریځ پورې به د سولې خبرې همداسې په ټپه ولاړې وي او طالبان هم د امریکا پرېکړې ته په تمه دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بيا د سولې راوستو لپاره سيمه‌ييزه اجماع اړينه بللې ده.

وړاندې راغلي، د روسيې او هندوستان په شمول د افغانستان ګاونډي او د سيمې هېوادونه د افغانستان په سوله او ثبات کې شريک دي او د دوی له ملاتړ او اجماع پرته ناشونې ده چې په دغه هېواد کې دې سوله راشي.

د ورځپاڼې په وینا روسيه له ايران، پاکستان او هندوستان سره د افغانستان په اړه خبرې کوي، په خوله‌يې د سولې لپاره د بحثونو نوم ورکړی، خو د دې خبرو او بحثونو اصلي موخې به‌يې له لږ ځنډ وروسته هرو مرو بربنډې شي.

وړاندې په سرمقاله کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف خبرو ته اشاره شوې چې ویلي، روسيه غواړي سيمه په راتلونکي کې له يوه احتمالي خطره وژغوري له همدې امله‌يې د سيمې له هېوادونو سره بحثونه پيل کړي دي.

د لیکوال په اند دا هغه شعار دی چې پاکستان تل د افغانانو او نړيوالې ټولنې د دوکه کولو لپاره زمزمه کړی دی، خو په خبره‌يې په اصل کې روسيه او پاکستان د افغانستان په اړه ډېر ناوړه رول لوبوي او همدا هېوادونه دي چې د طالبانو او ترهګريزو ډلو ملاتړ کوي او بيا يې په افغانستان کې د سولې د هڅو د ناکامولو لپاره جنګوي.

د لیکوال په وینا په حقيقت کې د سولې لپاره سيمه‌ييزه اجماع نه‌شته، افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد دې مسئلې ته پام وکړي او د افغانستان سوله او ثبات د دغو لورو له انحصاره وژغوري.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې وروستیو چاودنو ته اشاره کړې لیکلي، یو ځل بیا په کابل او لښکرګاه کې مقناطيسي ماینونو خلک ووژل، دا د افغانانو د هرې ورځې حال دی، خو حکومت یوازې غندنې کوي او خلک ژاړي، درد تېروي، سوځېږي او پر پاتې شویو جسدونو او ایرو خاورې اړوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د وحشت دا حالت بې‌ساری دی او افغانان نه‌پوهېږي چې چا او ولې دا وحشت پیل کړی دی.

د لیکوال په خبره ساده خبره ښايي دا وي چې د جګړې دواړه اړخونه طالبان او حکومت د دغو پېښو تر شا دي، ځکه حکومت طالبان او طالبان حکومت د دغو پېښو مسؤل ګڼي، خو په سرمقاله کې راغلي خبره تر دې ډېره پېچلې ژوره ده او ان د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو لاس لرل هم په‌کې نه‌ردوي.

XS
SM
MD
LG