د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

طالبان په پنجشېر کې د لسګونه کسانو نیونه نه مني


په پنجشېر کې طالبان
په پنجشېر کې طالبان

د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قوماندان، په دغه ولایت کې د لسګونو کسانو د نیول کېدو خبرونه نه مني.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق پرون شنبه رسنیو ته ویلي، چې په حصه اول کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې کسان د «ناسم پوهاوي» له مخې نیول شوي، چې وروسته به خوشې شي.

په عین حال کې د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قوماندان، مولوي داد محمد بتار پرون ازادۍ راډیو ته وویل، نیول شوي اکثر کسان تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي.

هغه وايي: "ځینې کسان چې مشکوک ښکارېدل کښته کړای شوي، کله چې د کلي ملکانو ورڅخه پوښتنه کړې، دوی ویلي چې د زمردو په کان کې کار کوي، دوی وروسته خوشې شوي. د هغو مشکوکو کسانو شمېر خورا کم دی، چې د طالبانو له مجاهدینو سره دي. نور ټول خپلو کورونو ته ستانه شوي دي."

بلخوا په پنجشېر کې ځینو ولسي سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي، په تېره څه کم یوه اوونۍ کې په پریان ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ پورې کسان نیول شوي دي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو چارواکو تر دې مخکې هم د طالبانو د یوې مخالفې ډلې مقاومت جبهې سره د ارتباط په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

په پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې جنګیالي
په پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې جنګیالي

په هغه ویډیو کې چې وړمه ورځ په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېده طالبان ۱۱۰ کسان شماري چې زندان ته د لېږدولو په حال کې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ تېره اوونۍ له افغانستانه تر ستنېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو له خوا په خپلسري ډول د خلکو پر نیول کېدو اندېښنه ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG