د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

ايران ته وړل شوې وسلې او وسايط بېرته طالبانو ته وسپارل شوې


هغه وسلې چې د ايران هېواد لخوا بېرته طالبانو ته سپارل شوي
هغه وسلې چې د ايران هېواد لخوا بېرته طالبانو ته سپارل شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، ایران د افغانستان د پخواني حکومت هغه وسلې او وسایط، چې د تېر کال په اګست کې ایران ته وړل شوې وې، دوی ته وسپارلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي په یوې خبرپاڼه کې ویلي دا وسلې د دوو هېوادونو ترمنځ له تماسونو وروسته افغانستان ته سپارل شوي دي.

په هغو وسلو کې چې ایران د طالبانو حکومت ته سپارلي هاموې ټانکونه، زغرګاډي، پوځي وسایط، او نورې وسلې او نقلیه وسایط شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چا رو وزارت د ایران دا اقدام د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لور ته یو ګام بللی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې ایران دا وسلې د سې شنبې په ماخوستن په اسلام کلا بندر کې طالبانو ته وسپارلې.

ایران تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایران تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر نیمروز او فراه ولایتونو د طالبانو د بریدونو په مهال د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر امنیتي ځواکونه له وسلو او زغرګاډو سره ایران ته واوښتل.

د دغو زغرګاډو او پوځي لاریو تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه پیمانه خپاره شول چې د افغانستان له پولې د ایران خوا ته انتقالېږي.

د افغانستان د جمهوري نظام د نسکورېدو په مهال د افغانستان د هوايي ځواک پېلوټانو لسګونه هیلي کوپتر او نورې الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته یووړې چې لا هم طالبانو ته نه‌دي سپارل شوي.

تاجکستان ویلي چې دا الوتکې د طالبانو حکومت ته نه سپاري.

ازبکستان هم ویلي چې دا الوتکې د امریکا دي ځکه یې طالبانو ته نه سپاري.

اکثره پیلوټان متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

خو ایران لومړنی هېواد دی چې طالبانو ته د افغانستان د پخواني حکومت وسلې سپاري.

راپورونه وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پرې ایښي چې د طالبانو لاس ته روغې په لاس ورغلې دي.

امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو په مهال یو شمېر هیلي کوپترې ویجاړې کړې خو طالبان وايي چې اکثره الوتکي او څرخکې یې ترمیم کړي دي.

پرون، چهارشنبې هم طالبانو د دوو روسي الوتکو د ترمیم او بیافعالېدو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG