د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

پوتين: مسکو چمتو دی چې د ترکيې په همکارۍ بند شوي بندرونه ازاد کړي


د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان او د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان او د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين

ولادیمیر پوتین خپل ترک ساري رجب طیب اردوغان ته ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکراین د جګړې له کبله بند شوي بندرونه د انقرې په همکارۍ د تګ راتګ لپاره ازاد کړي.

کریملین په یوه اعلامیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په قول ویلي چې، په دې کې به د اوکراین بندرونه هم شامل وي.

د کریملین پر اساس دواړو خواوو په تور سمندرګي او اوزوف سمندرګي کې د بېړۍ چلونې د تضمین او د اېښودل شویو ماینونو د لېرې کېدو په اړه خبرې وکړې.

د اوکراین په بندرونو کې د تجارتي مالونو لسګونه بېړۍ بندې پاتې شوي او روسي ځواکونو محاصره کړي دي.

د دې کار په نتیجه کې له اوکراین او روسیې څخه د غنمو صادرات درېدلي دي. دا دوه هېوادونه د نړۍ په سلو کې ۳۰ غنم صادروي.

نړیوالې ټولنې له روسیې غوښتي چې بندرونه پرانیزي او د اوکراین د غلو صادرات پرېږدي.

ولسمشر پوتین تېره اوونۍ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدر اعظم واولاف شولڅ ته ویلي و چې روسیه چمتو ده چې د تور سمندرګي له بندرونو څخه د صادراتو د دوام لپاره د انتخابونو له موندلو سره مرسته وکړي.

خو ده په عین حال کې د اوکراین د بندرونو د کلابندۍ پای ته رسېدا د هغو بندیزونو له پای ته رسېدو سره وتړله چې لوېدیځ پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته پر مسکو لګولي دي.

په همدې منځ کې د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې رجب طیب اردوغان پوتین ته ویلي، ترکیه چمتو ده چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره رول ولوبوي او په یوه داسې څارونکي سیستم کې برخه واخلي چې اوکراین، روسیه او ملګري ملتونه پکې ګډون ولري.

په مارچ میاشت کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د استانبول په خبرو کې کوم پرمختګ ونه شو خو ترکیه هم له مسکو او هم کییف سره نژدې اړیکې پالي او په ځلونو یې د منځګړتوب وړاندیزونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG