د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

خلک: هلمند کې درمل د سړک پر سر د غیر مسلکي کسانو له‌خوا پلورل کېږي


هلمند کې د سړک پر سر درمل پلورونکي
هلمند کې د سړک پر سر درمل پلورونکي

د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، دغه ولایت کې په یوه جمعه بازار کې درمل د سړک پر سر پلورل کېږي.

دوی وايي، دغه درمل زیات وخت د جمعه بازار په مېلو کې د نورو توکو په څېر د غیر مسلکي کسانو له‌خوا پلورل کېږي.

دوی وايي، د یادو درملو زیاته برخه‌يې تاریخ تېر وي او ځیني نور بیا لمرونو د خپل اصلي حالات څخه اړولي وي.

دغه بازار د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې هغه سیمه کې چې پاخه جوړ دکانونه نه‌شته، خلک د جمعې په ورځ ټاټونه او خېمې د لرګیو په مرسته دروي او د هلمند د مرکز لښکرګاه او د نادعلي ولسوالۍ د بازار نو د نورو سیمو څخه توکي راوړي او دلته‌يې تر دغه ټاټونو او خېمو لاندې چې خاورې او مټ دي، په‌کې پلوري.

خو دلته د نورو توکو ترڅنګ انساني درمل هم په دې خاورو کې پر ټاټونو سره لمر ته د خرڅلاو لپاره ایښودل شوي وي.

هلمند کې درمل پلورونکي
هلمند کې درمل پلورونکي

نور احمد چې هېڅ زده‌کړې یې نه‌دي کړي، په دې بازار کې ټاټ په لرګیو راځوړند کړی او تر لاندې یې درمل ایښي او پر خلګو يې پلوري.

ده که څه هم ټاټ راڅوړند کړی، خو درمل‌يې سره لمر ته په خاورو کې پراته دي ځکه د هغه ټاټ سوري ته دی خپله ناست دی.

درمل پلورونکي دلته له خبرو کولو څخه ډډه کوي، خو نور احمد موږ ته یوازې د هغه درملو نومونه اخلي کوم چې دی یې دلته پلوري.

دي وايي: "زما سره دلته هر ډول درمل شتون لري، کېل پول، پناډول، سيپټران، انتي اسید شربت راسره سته دي او داسې نور درمل هم راسره دي."

په دې بازار کې خلک لیدل کېږي چې راځي د ډاکتر له مشورې پرته درمل په خپله خوښه اخلي.

یوه بله خبره دا ده چې دلته پر درملونو بېل نومونه ایښودل شوي، شین کاغذي، سور کاغذي ګولۍ او ژړ او سره شربت.

هلمند کې د سړک پر سر خرڅېدونکي درمل
هلمند کې د سړک پر سر خرڅېدونکي درمل

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي بیا دې چارې اندېښمن کړي او د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چې د هغه کسانو مخه دې ونیسي چې په غیر قانوني ډول درمل پلوري.

دوی وايي، دغه درمل زیات شمېر د لیرو پرتو سیمو خلک اخلي چې ډاکترانو او روغتونونو ته د تګ توان نه‌لري.

له دې ډلې مطیع‌الله او ذبیح‌الله وايي: "د خپل موټر ترڅنګ ناست وي درمل خلکو ته ورکوي، هر ډول درمل چې غواړي ورسره شته، زموږ غوښتنه دا ده چې د دغه درملو د خرڅ مخه دې ونیول شي."

"په دې بازار کې هغه تاسو يې وینئ چې لمر ته بې‌کیفیت درمل پلورل کېږي، ټول خلک خپل‌سري درمل پلوري، موږ غوښتنه له طالبانو کوو چې دلته ښه ښه روغتونونه جوړ کړي، دا خلک د دښتو خلک دي، اقتصاد يې ضعیف دی، نو دا درمل له مجبورۍ اخلي او د دغه درملو مخه دې ونیسي."

دوی وايي، نه‌یوازي په نادعلي، یو شمېر نورو ولسوالیو لکه مارجې، ناوې او ځینو نورو سیمو کې هم پلورل کېږي.

هلمند کې سړک پر سر خرڅېدونکي درمل
هلمند کې سړک پر سر خرڅېدونکي درمل

په لښکرګاه ښار کې یو متخصص ډاکتر محمد ولي همت وایي کوم درمل چې په ښار او بازارونو کې د سړک پر سر پلورل کېږي، د دې پر ځای چې ناروغ ته ګټه ورسوي، بلکې په زهرو ورته بدلېږي او زیان ورته رسوي.

ښاغلی همت زیاتوي، درمل باید په یو معتدل ځای کې وساتل شي، بیا د یو مسلکي ډاکتر له‌خوا ناروغ ته ورکړل شي: "د هرې دوا په منظم ډول دوز او کورس هم معلوم دی، کوم وخت چې دوا د معالج ډاکتر له‌خوا ناروغ ته ورکول کېږي، نو د درملو ټول حالتونه په نظر کې نیول کېږي، نو که چېرې درمل ورکوونکی شخص ډاکتر ته ونه‌رسېږي، نو هغه درمل بیا د دې پر ځای چې ناروغ ته ګټه ورسوي، بلکې د یو لړ نور جانبي زیان سره مخ کېږي."

بل‌خوا بیا د هلمند د عامې روغتیا ریاست مرستیال داد محمد محمدي وایي چې موږ د مېله‌ځایونو او د ولسوالیو لپاره یو ټیم ګمارلی دی، هغه ټیم به د هغه کسانو مخه ونیسي چې یا مسلکي نه‌وي او یا په خود سره توګه درمل پلوري.

هلمند کې د سړک پر سر درمل پلورونکي
هلمند کې د سړک پر سر درمل پلورونکي

ښاغلی محمدي وايي: "د دې لپاره موږ پلان لرو، په ټولو ولسوالیو کې پلټنه به کوي، هغه درمل چې تر وخت تېر وي، هغه به ټولوي او کوم کسان چې اسناد ونه‌لري، شخص مسلکي وي هغه ته به اسناد ورکول کېږي او هغه کسان چې غیر مسلکي وي د هغه سره به قانوني چلند کېږي."

د راپورونو پر اساس د غیر مسلکي کسانو له لوري د سړکونو پر سر درمل نه‌یوازې په هلمند، بلکې په ارزګان ولایت کې هم په ښکاره توګه پلورل کېږي.

XS
SM
MD
LG