د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

فارن افېرز: پاکستان هغه څه رېبې چې کرلي يې دي


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

فارن افېرز:

فارن افېرز مجلې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "پاکستان هغه څه رېبي چې کرلي یې دي.

د مقالې په پیل کې راغلي، چې شل کاله په پاکستان کې عامه مفکوره دا وه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت به د پاکستان د امنیت لپاره ګټور وي.

د لیکوال په باور پاکستان ځکه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کاوه، چې په افغانستان کې به د پاکستان د سخت مخالف هند د نفوذ مخه ونیسي.

خو د مقالې د لیکوال په باور په افغانستان کې واک ته له رسېدو راهيسې طالبانو په پاکستان کې دا عامه مفکوره ناسمه ثابته کړه.

وروسته لولو، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره تحریک طالبان پاکستان هم خوځښت وموند.

په مقاله کې یادونه شوې، چې له هغه راهیسي چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، تحریک طالبان پاکستان ډلې په پاکستان کې ۱۲۴ حملې کړي چې پکې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، چې دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو ملاتړ د پاکستان په خپل زیان تمام شوی.

وروسته لولو چې د اسلام اباد هڅې چې نړۍ دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني هم تر اوسه بې نتیجې پاتې دي او په ورته وخت کې طالبان د یو شمېر موضوعاتو په اړه له خپلې سخت دريځې مفکورې لاس نه اخلي لکه د نجونو د ښوونځیو تړل.

د مقالې په پای کې راغلي، چې له لسیزو راهیسې، په افغانستان کې د پاکستان پالیسي جهادي مفکورې او سخت دريځۍ ته لمن وهلې او د پاکستان همدا پالیسي هند او افغانستان ته د سوداګریزو شریکانو پر ځای د دایمي دښمن او ستراتیژیک تهدید په سترګه ګوري.

د لیکوال په باور د طالبانو په بریا کې د مرسته کولو له کبله یوازې د پاکستان ستونزې زیاتې شوي او هېڅ ستونزې یې نه دي حل کړي.

واشنګټن ايګزامينر:

واشنګټن ایګزامینر خپرونې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "بایډن سومالیا ته بېرته ځواکونه ولېږل، ایا په راتلونکي کې به افغانستان ته هم بېرته ځواکونه ولېږي؟"

په دې مقاله کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې اوونۍ په پیل کې موافقه وکړه، چې سومالیا ته شاوخوا ٥٠٠ سرتېري ولېږي.

دا اقدام شاوخوا ١٨ میاشتې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا مخکینۍ ادارې د اوسني ادارې تر پیل څو ورځې مخکې له سومالیا څخه امریکايي ځواکونه ایستلي وو.

وروسته لولو چې امریکايي سرتېري افریقایي هېواد سومالیا ته ځکه بېرته ستنېږي د الشباب سخت دريځې ډلې د مخ پر زیاتېدونکي ترهګریز تهدید مخه ونیسي.

دا ډله له القاعده شبکې سره تړاو لري او په عمده توګه په سومالیا کې فعاله ده.

مقاله اشاره کوي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې، القاعده او د داعش خراسان څانګې دواړو د بیا جوړېدو هڅې پیل کړي او فرصت لري چې په داسي حال کې وده وکړي چې د ټول افغانستان واک د طالبانو په لاس کې دی.

واشنګټن ایګزامینر د امریکا کانګرس د استخباراتو کمیټې د پخواني مشر مایک راجرز له قوله لیکلي: "زه فکر کوم چې الشباب په موګادیشو کې د خپلو هڅو ګړندۍ کولو لپاره یو فرصت ولید. او موږ د دوی ډېر فعالیتونه ولیدل چې په نتیجه کې يې ډېر خلک ووژل شول. نو دا سمه پرېکړه وه چې امریکايي ځواکونه بېرته په سومالیا کې ځای پر ځای شي. خو هغه شرایط چې سومالیا ته د ځواکونو بېرته لېږلو لامل شول، نن په افغانستان کې هم شته."

XS
SM
MD
LG