د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

سټېسمن: طالبان په خپلو ژمنو وفا نه کوي


ارشيف
ارشيف

سټارس انډ سټرایپس:

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې سټارس انډ سټرایپس د جاپان د ملي شورا د تازه اقدام په اړه لیکنه خپره کړې چې له مخې یې د افغانستان په ګډون له خطرناکو ساحو د جاپاني پوځیانو له خوا د ټولو خلکو ایستلو ته زمینه برابرېږي.

د جاپان ملي شورا د چهارشنبې په ورځ یوه لایحه تصویب کړه، چې ورسره به د جاپان د ځاني دفاع ځواکونه کولی شي له نورو هېوادونو چې خطرناک دي، په هغه صورت کې هم د خلکو په ایستلو کې همکاري وکړي، چې په ایستل کېدونکو کسانو کې جاپانیان شامل نه وي.

پر جاپان نيوکه کېده چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو مخکې یې له کابل څخه یوازې جاپاني وګړي او د خپل سفارت کارکوونکي وایستل، خو د نورو کسانو په باب یې څه اقدام ونه کړ.

تر دې مخکې د جاپان د قوانینو له مخې د دغه هېواد د ځاني دفاع ځواکونو یوازې اجازه درلوده چې په خپلو الوتکو کې جاپاني وګړي له خطرناکو سیمو وباسي.

په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته ګڼو سازمانونو خپل ګڼ کارکوونکي او بې شمېره هېوادونو خپل وګړي له افغانستانه وایستل.

خو لا هم ګڼ کسان چې له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو سره یې کار کړی، په افغانستان کې پاتې دي، چې له دغه هېواده وتلو ته په تمه دي.

سټېسمن‌:

له هندوستانه خپرېدونکې ورځپاڼې سټېسمن په خپله پرونۍ ګڼه کې د نجونو د ښوونځیو پر بند پاتې کېدو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې یې د بخښنې نړیوال سازمان د یوې کارکوونکې سمیرا حمیدي څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي: د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو تړل کېدل د طالبانو له هغې ژمنې سره په ټکر کې دي، چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې وې.

د سټېسمن په لیکنه کې د مېرمن حمیدي په وینا لولو: موږ په افغانستان کې یو وار بیا د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې شاهدان یو او طالبان پر خپلو هغو ژمنو وفا نه کوي، چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لپاره یې تکرارولې.

د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه، چې د ټولو نجونو پرمخ به ښوونځي پرانیستي وي، خو د وري/حمل پر درېیمه یې بېرته اعلان وکړ، چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي وو، چې دوی د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل کېدو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG