د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د مقاومت جبهې د ۱۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې؛ طالبان: دا تبليغات دي


د پنجشېر دروازه
د پنجشېر دروازه

د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د جبهې ویاند ادعا کوي چې جنګیالیو يې په پنجشېر ولایت کې د یو کمین په ترڅ کې ۱۷ طالبان وژلي- خو طالبان دا ادعا "بې ځایه تبلیغات" بولي.

د دې جبهې ویاند صبغت احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې"۱۷ طالبان د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو له لوري له وړاندې په طرحه شوي کمین کې د پنجشېر ولایت خنج ولسوالۍ چویک سیمه کې وژل شوي دي."

د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې د دوی کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دا ادعا ردوي.

نوموړی وايي: "په پنجشېر ولایت کې الحمدلله وضعیت نورمال دی، هېڅ ډول ستونزه نشته،کومه ادعا چې د مقاومت ډلې کړې بالکل دروغ او تبليغات دي موږ یې ردوو."

ښاغلي ټکور دغه راز په کابل کې د یوې ډلې نیولو خبره وکړه چې دده د ادعا له مخې د تېر جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ته یې کار کاوه.

کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت
کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي دا ډله انسان تښتوونکې وه -هڅه مو وکړه د دې ادعا يه اړه د ښاغلي صالح نظر واخلو خو بریالي نه شوو.

په دې وروستیو کې نه یوازې په پنجشېر ولایت بلکې په ځینو نورو ولایتونو کې لکه بغلان او تخار کې هم د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

په تازه پېښه چې په ټولنیزو رسنیو کې يې په اړه خبرونه خپریږي د بغلان د بورکه ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته کې د یو طالب سرتیرې له لوري په خپلو ملګرو مرګونې حمله ده چې طالبانو ته په کې د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعاګانې کېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند هم دا حمله تاييدوي خو وایي چې دا کړنه د طالب وسله وال له لوري نه ده ترسره شوې او په دې حمله کې یوازې یو طالب ټپي شوی، خو په ټولنیزو رسنیو کې په دې پېښه کې د لسو طالبانو د وژل کېدو ویل شوي دي.

XS
SM
MD
LG