د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د هند د مرسته شویو غنمو بله جوپه افغانستان ته روانه شوې


د هند د مرسته شویو غنمو د لومړۍ جوپې انځور
د هند د مرسته شویو غنمو د لومړۍ جوپې انځور

له افغانستان سره د هند د غنمو د مرستو په دوام پرون دوشنبې په غنمو بار په لسګونو لارۍ د هند له پنجاب ایالت څخه افغانستان ته روانې شوې.

له افغانستان سره د هند د غنمو دغه نوې مرسته د پاکستان له لارې دې هېواد ته لېږدول کېږي.

د امرتسر ښار د ګمرک کمېشنر راهول ننګارې د دغو مرستو په اړه رویترز خبري آژانس ته وویل: "نن څلویښت لارۍ افغانستان ته ځي. په دغو ۴۰ لاریو کې ټولټال شاوخوا دوه زره تڼه غنم دي."

هند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې چې د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام تراوسه د دغو غنمو لس زره ټنه یې د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

افغان لارۍ چلونکی نورآغا چې په خپله لارۍ کې یې غنم بار کړي، له هند څخه د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

هغه وویل: "موږ د هند له حکومت څخه غواړو چې ښه درمل، ښه ډاکټران، ښه کاریګر راولېږي. موږ به ستاسو پوروړي یو. موږ په هر حال غریب یو. زموږ حالت ته وګورئ."

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام چارواکو څه کم دوه اونۍ مخکې د هند په امرتسر ښار کې د غنمو له یوه ګدام څخه د لیدنې پر مهال افغانستان ته د نورو غنمو د لېږدلو پر امکاناتو له هندي چارواکو سره خبرې کړې وې.

د رویترز د راپورله مخې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، هند د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

نوي ډیلي چې د کابل له مخکیني حکومت سره یې ښې اړیکې درلودې، په افغانستان کې د ستراتیژیکي ګټو ترڅنګ له دې هېواد سره ډېرې پیاوړې کلتوري اړیکې هم لري.

تېره اونۍ هند اعلان وکړ، چې د غنمو پر صادراتو یې بندیز لګولی خو هغه ژمنه به پرځای کړي چې له افغانستان سره یې د بشري مرستو په برخه کې کړې او ترجولای میاشتې پورې به ټولې کړې ژمنې پوره کړي.

د نړۍ د دغه دوهم ستر نفوس لرونکي هېواد له خوا بهر ته د غنمو پر صادراتو بندیز د دې سبب شوی چې په نړۍ کې د غنمو بیه ډېره لوړه شي.

هند د غنمو پر صادراتو بندیز د دې لپاره لګولی چې د دوبي په ژر را رسېدو سره دا هېواد تمه کوي چې حاصلات به یې کم شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG