د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د غنمو درېیمه جوپه؛ هند افغانستان ته د بشري مرستې په توګه ۸ زره ټنه غنم لېږي


ارشیف؛ د هندي غنمو د مرستو لومړۍ جوپه
ارشیف؛ د هندي غنمو د مرستو لومړۍ جوپه

هند هوډ لري چې همدا مارچ میاشت د افغانانو د لاسنیوي لپاره د بشري مرستې په توګه ۸ زره ټنه غنم افغانستان ته ولېږي.

دا غنم د هغو ۵۰ زره ټنه غنمو په ډله کې دي چې هند یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د هندي چارواکو په حواله باندې د شنبې په ورځ رویټرز اژانس راپور ورکړی چې هېواد یې له افغانانو سره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له لا زیاتې بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي دا غنم مرسته کوي.

د هندوستان دا هم د پاکستان له لارې افغانستان ته رسیږي.

لومړۍ جوپه یې د فبروري په ۲۶ جلال اباد ته ورسېده چې دوه زره ټنه وه.

لومړۍ جوپه یې د فبروري په ۲۶ جلال اباد ته ورسېده
لومړۍ جوپه یې د فبروري په ۲۶ جلال اباد ته ورسېده

دویمه جوپه چې دوه نیم زره ټنه وو د مارچ په دریمه له امرتسره بار او افغانستان ته ولېږل شوه.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره داسې انګېرل کېدل چې په سیمه کې د افغانستان یو لوی ملاتړ هند به ښايي خپلې مرستې را کمې کړي.

خو د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي څو ورځې مخکې افغانستان ته د غنمو د دویمې جوپې د استولو پر مهال ویلي و چې هېواد یې له افغانانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته متعهده دی.

رویټرز اژانس بیا راپور ورکوي چې ښايي پاکستان د هندوستان د غنمو محمولې داسې په اسانه افغانستان ته پرېنږدي.

د راپورونو له مخې پاکستان له کلنو راهیسې د هندوستان د ترانزیت مالونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

پاکستان هم په دې وروستیو کې شااوخوا ۳۵۰۰ ټنه غنم افغانستان سره مرسته کړي چې د مرکزي سیلو د چارواکو په خبره وراسته دي او د کارولو وړ نه دي.

طالب چارواکو بیا د هندوستان له مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي د هندي غنمو کیفیت ښه دی او دوی به یې په اکثرو رغنیزو پروژو کې په بوختو کارګرو او بې وزلو خلکو باندې وویشي.

XS
SM
MD
LG