د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ځينې بې دندو شوي مامورين خپل ناڅرګند برخلیک او اقتصادي ستونزو ته اندېښمن دي


د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت. دغه ودانۍ په تېر جمهوري نظام کې د ښځو چارو وزارت وه چې اوس يې مامورين په کور ناست دي.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت. دغه ودانۍ په تېر جمهوري نظام کې د ښځو چارو وزارت وه چې اوس يې مامورين په کور ناست دي.

یو شمېر بې دندې شوي پخواني دولتي کارکوونکي نيوکه کوي، چې د دوی د په کور ناستي مسئله غیرقانوي ده، نه منتظر با معاش ګرځول شوي او نه هم تقاعد ورکړل شوی.

دغه کسان وايي، دا چې معاش نه لري له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دولت یو پخوانى کارکونکی وايي، شپېته کاله عمر لري او له تېرو څلویښت کلونو راهیسې د حکومت مامور و خو د طالبانو په راتګ سره په کور کېنول شوى.

نوموړی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شی، ازادي راډیو ته یې وویل، نه ورته د دندې د بیا پیل تمه ورکړل شوې او نه هم تقاعد ورکول کېږي.

هغه وویل: "نه تقاعد راکوي، نه امتیازي پیسې راکوي، له دندو یې شړلي یو، نو دغسې بې سرنوشته پاتې یو اوس حیران یو څه وکړو چاته ورشو او چاته وژاړو؟"

د حکومت یوه بله ماموره چې دا هم نه غواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته ورته د طالبانو حکومت معاش نه دی ورکړی او د دوی بستونه یې تنقیص کړي دي.

نوموړې وايي: "زموږ بستونه يې تنقیص کړي دي، زه سرپرست نه لرم، د ټولو خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی، موږ له اسلامي امارته غواړو چې یا دې زموږ معاشونه راکړي او یا دې موږ په نورو ادارو کې په دندو وګوماري."

افغانستان ته د طالبانو په بیا ځلي راتګ سره، یو شمېر ادرې په بشپړ ډول یو تړل شوې، یو شمېر وړې او د یو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل شول، چې په دې سره په دغه هېواد کې بې کاري او بې وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

تازه ازادي راډیو ته یو شمېر باخبرو سرچینو ویلي، چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې یو شمېر ریاستونه هم له منځه تللي، چې ډېر شمېر کارکوونکي یې له امله بې دندو شوي دي.

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش دفتر سیګار د غويي په ۱۹ په خپله ټږېټر پاڼه ولیکل، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، په دې هېواد کې په سلګونو زره کسانو خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي.

سیګار وایي، د ملګرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان د وروستیو ارزونو له مخې په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ کال په وروستیو درېيو میاشتو کې له پنځه لکه زیاتو کسانو په دې هېواد کې خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي.

سیګار په دې هېواد کې په روان کال کې د لا زیاتو کسانو د وزګار کېدو خبره هم کړې وه.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ادارې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره جوړې شوي نه خلکو ته د معاش ورکولو په خاطر.

دی وايي، د یو شمېر بې ضرورته دولتي ادارو د لغوه کېدو له امله مامورین بې کاره شوي دي، خو دوی ورته د کار موندنې په بدیلو لارو فکر کوي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "هغه ادارې چې اړتیا ورته نه وه، او په تېر نظام کې د مصلحتونو له امله رامنځته شوې وې، لغوه شوي دي او طبعاً کارمندان به یې بې کاره شوي وي، خو د کارونو د پیدا کېدو لپاره بدیلې لارې شته، موږ هڅه کوو چې د بېلابېلو پروژو په پیل سره خلکو ته کاري زمینې برابرې کړو."

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره سم د پخواني حکومت یو شمېر ادارې لغوه شوې چې ورسره سم د دغو ادارو زیات شمېر مامورین په ځانګړي ډول ښځې بې کاره شوې.

دغه دولتي مامورین وايي خپل نا معلوم برخلیک ته اندېښمن دي.

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش دفتر سیګار ویلي، اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ کال تر دوبي پورې به د هغو کسانو شمېر د اوه لکه او نهو لکو ترمنځ وي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکوي.

سیګار ویلي، په ځانګړې توګه ښځې ډېرې اغېزمنې شوي او اټکل کوي چې د ښځینه کار کونکو شمېر به د روان کال تر دوبي ۲۱ سلنه کم شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG