د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د کابل پوهنتون لپاره د طالبانو د نوي مشر د ګمارنې په تړاو انتقادونه


د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري او نوی رئیس محمد اشرف غیرت د معرفۍ په غونډه کې
د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري او نوی رئیس محمد اشرف غیرت د معرفۍ په غونډه کې

کابل پوهنتون چې د هېواد یو له سترو او مهمو پوهنتونونو دی، د طالبانو له لوري ورته د نوي مشر ګمارنه له نیوکو او انتفادونو سره مل ده.

طالبانو د خپلو ګمارنو په لړ کې، تازه پوهاند محمد عثمان بابري چې د دکتورا تر کچې یې زده‌کړې کړي، د پوهنتون له نوموتو استادانو او د افغانستان لپاره مهم علمي کدر ګڼل کېږی له دندې ګوښه او پر ځای یې د همدې پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي لېسانس محمد اشرف غیرت ګمارلی دی.

په خواله رسنیو د ټولنې بېلابېلو قشرونو خپلې نیوکې او نظرونه لیکلي دي او دا بدلون او ګمارنه‌یې مناسبه نه‌ده بللې.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د یاد پوهنتون له پخواني مشر ښاغلي بابري او یو شمېر استادانو سره خبرې وکړي، خو دوی د موضوع د حساسیت له امله ونه‌غږېدل.

د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري او نوی رئیس محمد اشرف غیرت
د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري او نوی رئیس محمد اشرف غیرت

خو یو شمېر استادانو بیا چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ملحوظاتو له امله‌یې نوم واخیستل شي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ د وږې ۳۱» ازادي راډیو ته‌یې وویل، د دوی ډېری محصلین د طالبانو لیکلو ته ورغلي او په پوهنتون کې دننه وضعیت څاري.

خو د کابل پوهنتون د خپرونو او عامه اړیکو دفتر نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ګمارنه یوازې د سرپرستۍ بڼه لري او وړتیاوو او شرایطو ته په کتلو په‌کې بدلون راتللی شي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د کابل پوهنتون رئیس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د لوړو زده‌کړو وزارت ته وړاندیز وکړ چې نوموړی د جرمني هېواد د ماربورګ پوهنتون د علمي تحقیقاتو په سلسله کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تلونکی دی او دا سفر شپږ میاشتې وخت نیسي، ځکه نو د لوړو زده‌کړو وزارت اوسنیو حالاتو ته په کتو، د وزارت او پوهنتون ترمنځ د غوره همغږۍ رامنځته کولو او د حالاتو تر عادي کېدلو پورې، محمد اشرف غیرت چې د همدې پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي څخه په ۱۳۸۷ کال کې فارغ شوی او د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو په اداره کې د خپلې کاري تجربې او مخینې له مخې نوموړي پوهنتون ته د سرپرست په توګه ورمعرفي کړ."

د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري
د کابل پوهنتون مخکېنی رئیس محمد عثمان بابري

خو د طالبانو د رسنیز دفتر غړي بلال کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې دا ګمارنه د "لیاقت او تقوا" پر بنسټ شوې ده.

بل‌خوا د طالبانو له لوري د المپیک ملي کمېټې نوي ګمارل شوي سرپرست نظر محمد مطمئن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کابل پوهنتون ریاست لپاره په ګمارنه کې دغه تېروتنه به بېرته اصلاح شي.

XS
SM
MD
LG