د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

مېل انلاین: طالبانو کابل کې د جبري حجاب پر ضد د لاریون د دوام مخه نیولې


کابل کې د معترضو ښځو لاریون، «برقع زموږ حجاب نه دی»
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

کابل کې د معترضو ښځو لاریون، «برقع زموږ حجاب نه دی»

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې پر ښځو د جبري حجاب اغوستو په اړه د طالبانو د وروستي فرمان پر وړاندې په کابل کې د يو شمېر ښځو مظاهرې ته پام اړولی.

ورځپاڼې ليکي، په کابل کې يو شمېر ښځو چې شمېر يې شاوخوا لس تنه وو، د سې شنبې په ورځ د طالبانو د نوي فرمان پر وړاندې چې ښځې په عامه ځایونو کې مخ او ټول ځان پټولو ته مجبوروي، اعتراضیه لاریون وکړ.

دغو ښځو چې د ډېرو مخونه یې لوڅ و، د عدالت، عدالت شعارونه ورکول.

د ورځپاڼې په لیکنه دغو معترضو ښځو همداراز شعارونه ورکول، چې چادري زموږ حجاب نه دى.

مېل انلاین لیکي، دغه اعتراضیه لاریون ډېر دوام ونه کړ ځکه د طالب وسله والو یې مخه ونیوله او نه یې هم خبریالان دې ته پرېښودل، چې ورڅخه راپورونه برابر کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو له خوا دغه فرمان په افغانستان کې د هغو وروستیو محدودیتونو د لړۍ یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې د ښځو هغه څه لږې لاس ته راوړنې، چې دوی په تېرو نږدې شلو کلونو کې ترلاسه کړي، ترې اخیستل شوي دي.

مېل انلاین وړاندې لیکي، که څه په دې تېرو دوو لسیزو کې په کلیوالي سیمو کې ډېرو ښځو چادرۍ په سر کولې خو يو شمېر دیني عالمان او فعالان وايي، چې دغه جامه په اسلام کې اساس نه لري او طالبان ورڅخه د ښځو د ځورولو لپاره کار اخلي.

انډيپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې که طالبان د ښځو پر حقونو له فشارونو لاس وانخلي نو به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وکړه او ویې ویل، چې دا مسئله یې مستقیماً له طالبانو سره شریکه کړې ده.

هغه ویلي، طالبان د دې پرځای چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوي او د یوه ټولشموله حکومت جوړېدو ته چې اړتیا ده، پام واړوي، د نجونو او ښځو د ځورولو پالیسي یې مخ ته کړې.

نیډ پرایس ویلي، له خپلو متحدانو او شریکانو سره یې له نږدې مشورې کړي چې که طالبان له خپلو پرېکړو په شا نه شي نو داسې لارې شته چې پر هغوی فشارونه لا زیات کړي.

هغه په مشخص ډول د دغو لارو چارو یادونه ونه کړه، خو د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، امریکا پرې د يو لړ بندیزونو په ترڅ کې د افغانستان د مرکزي بانک د ميلياردونو ډالرو شتمني هم په خپلو بانکونو کې کنګل کړې ده.

XS
SM
MD
LG