د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د بشر حقونو سازمان: نړيواله ټولنه دې د افغان ښځو له حقوقو په دفاع کې عملي اقدام وکړي


د طالبانو د مشر لخوا پر ښځو د حجاب د جبري کېدو فرمان په نړيواله کچه سخت غبرګونونه پارولي دي.
د طالبانو د مشر لخوا پر ښځو د حجاب د جبري کېدو فرمان په نړيواله کچه سخت غبرګونونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې دې یوازې د بیانونو په خپرولو سره نه غندي، بلکې په دې برخه کې دې عملي اقدامات وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږه کونکې ادارې مشرې ویلي، نړیوال مشروعیت او تلپاتې سوله په دې پورې تړلې چې د ښځو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو درناوی وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر حجاب د طالبانو د حکومت له خوا د نویو محدودیت لګولو په اړه اندیښنه ښکاره کړه او د ښځو د حقونو پر ملاتړو هېوادونو یې غږ وکړ چې عملاً دې پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

د دې سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار تېره شپه آزادي راډیو ته وویل، د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نړیواله ټولنه تر ډېره د ښځو له حقونو څخه سرغړونې د بیانونو په خپرولو سره غندي چې دا د دوی لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړې وويل:"موږ له نړیوالې ټولنې جداً غواړو چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د بحران په وړاندې زیات څه ترسره کړي. موږ داسې احساس کوو چې د اګست له میاشتې راهیسې په ډېرو بیانونو کې د طالبانو اقدامات غندل شوي خو په واقعیت کې په دې برخه کې د هېوادونو ترمنځ یوه درسته همغږې ستراتیژي نده رامنځ ته شوې."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسؤله هيدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسؤله هيدر بار

هیدر بار په ځانګړي توګه له کاناډا، فرانسې، جرمني، مکسیکو، ناروې او سویډن څخه چې د دې په وینا د ښځینه وو یوه فعاله بهرنۍ پالیسۍ مخ ته وړي، وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ستونزو په وړاندې دې چې په اوس وخت کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو یو جدي بحران بلل کیږي، رامخې ته شي او عملي اقدامات وکړي.

نوموړې زیاته کړه، دا هېوادونه چې ادعا کوي په نړۍ کې د ښځو د حقونو مخکښ مدافعان دي، باید عملاً دا وښیي کنه دا پوښتنه راپورته کېږي دغه د ښځینه و مدافعه بهرنۍ پالیسي څه معنا لري.

پر ښځو د حجاب اغوستو په اړه د طالبانو د حکومت د نوي فرمان په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو دهمغږه کونکې ادارې مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن پرون په یوه ټویټ کې وویل چې نړیوال مشروعیت او تلپاتې سوله په دې پورې تړلې چې د ښځو او نجونو او د اقلیت ډلو په ګډون د ټولو وګړو د بشري حقونو درناوی وشي.

نوموړې ویلي، ترڅو چې افغانستان بشري مرستو ته اړ وي، مرستندویه ښځینه کارکونکې باید اجازه ولري چې په آزادانه توګه د ژوند ژغورنې چارې مخ ته یوسي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د ښځو په اړه د طالبانو تګلارې د بشري حقونو خلاف عمل دی او له نړیوالې ټولنې سره به د دوی پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تېره شپه آزادي راډیو ته وویل چې د ښځو د حجاب په اړه اندېښنې بې ځایه دي ځکه د ده په وینا په افغانستان کې ښځې ټولې مسلمانې دي او اوس هم حجاب مراعتوي.

نوموړي وويل: "د ښځو د حجاب په اړه اندېښنې پر ځای ندي. اول خو د ښځو حجاب په سلو کې ۹۹ تامین دی، مېرمنې په خپله حجاب کوي، یوه سلنه کې هم که کومې نیمګړتیاوې وي، ورته یوه ښه طرحه وړاندې شوې او مېرمنې خپل انتخاب ته پرېښودل شوي چې څه ډول حجاب وکړي. یوه چادري ده، ټکری دی او بل هم نقاب دی چې معمولاً مېرمنې یې په اسلامي ېکې اغوندي، چې له دغو څخه استفاده وشي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلاسن چې تازه یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو او پوهنې له سرپرست وزیرانو سره سره کتلي، پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې ده د طالبانو چارواکو ته وویل چې د اروپایي اتحادیې د غړیو په منځ کې له ډېرو سره دا شکونه پیدا شوي چې د طالبانو له حکومت سره زموږ تعامل څه نتیجه درلوده.

په ځانګړي توګه وروسته له هغې چې طالبانو منځنيو او ثانوي ښوونځیو د بیا پرانيستلو په برخه کې له افغانانو سره د خپلې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلل.

خو ښاغلي نیکلاسن داهم ویلي چې د ده په باور د خبرو اترو بندول به یو بد انتخاب وي.

XS
SM
MD
LG