د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

ستراتیژیست: له بشري حقونو د سرغړونې له امله افغانستان سره نړيوالې مرستې بندې شوي


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

د نړۍ چاپ ورځپاڼو د افغانستان په باب بېلابېل مطالب خپاره کړي دي چې تر ډېره پورې د طالبانو لخوا د ښځو د حجاب د جبري کولو موضوع باندې تمرکز کړی دی.

کارډين:

ګارډین د افغان ښځو د حجاب اړوند د طالبانو د وروستي فرمان په اړه مقاله خپره کړې ده او د يوې ښځې په حواله يې لیکلي چې د خپل حجاب د انتخاب حق یې له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې له مخې يې ښځې باید داسې حجاب واغوندي چې یوازې سترګې يې ښکاره وي.

خو د ګارډین په مقاله کې لولو چې پخوا هم افغان ښځو یو ډول حجاب کاوه. لیکوال ویلي چې د کابل په ګډون په ګڼو ښارونو کې ډېری ښځو مخ نه پټاوه.

لیکوال وايي، هغه ځوانې ښځې چې مخکې یې هیڅکله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نه دی کړی، د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سره تړاو لرونکو کسانو څخه شکایت کوي.

د بېلګې په توګه، د پوهنتون یوې محصلې ګارډین ته ویلي چې څو اوونۍ مخکې د ښاري ټکسي په مخکینۍ څوکۍ کې د کښېناستو له کبله دوه ځلې طالبانو ووهله.

دې ویلي، داسې احساس کوي چې ټول هډوکي يې مات شوي دي.

د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو امر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ازادي راډیو ته په خبرو کې د طالبانو دا اقدام د ښځو له بندي کولو سره پرتله کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د طالبانو دا کړنه د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې پر لور یو بل ګام بللی دی. خو طالبانو ویلي دي چې دغه فرمان به عملي کوي.

ستراتېژيست:

ستراتیژیست خپرونې د افغانستان اقتصاد او بشري مرستو ته پام کړی او په دې اړه یې يوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د استرالیا حکومت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او اقتصادي بحران د له منځه وړلو په برخه کې د ۴۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې.

مقالې یادونه کړې چې استرالیا په ورته وخت کې د ښځو پر وړاندي د طالبانو د زور زیاتي او له زده کړو او کار څخه د هغوی د مخنیوي اقدامات هم غندلي.

وروسته لولو چې ډېری هېوادونو د بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله له افغانستان سره بشري مرستې بندې کړي چې د طالبانو له حکومت په رسمیت پېژندلو ډډه وکړي.

په دغو سرغړونو کې د غچ اخیستلو په خاطر د عادي خلکو وژنه، د هغو کسانو په زوره ورکول چې له امریکا او پخواني افغان حکومت سره یې کار کړی یا هغو چې پر طالبانو یې انتقاد کړی، یاد شوي دي.

په دې مقاله کې وروسته راغلي چې داسي ښکاري طالبانو ته تر افغانانو پورې د خوراکي موادو د رسولو تر موضوع د ښځو ځپنه ډېره مهمه ده.

په داسي حال کې چې د مقالې د لیکوال په باور د طالبانو مشرتابه په افغانستان کې بشري بحران ته ناست او ګوري چې نه یوازې ښځې بلکې ټول افغانان یې زیانمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG