د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

افغانستان کې بشري بحران ماشومان اغېزمن کړي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت په افغانستان کې بشري بحران زیات جدي نه بولي او وايي عمده علت یې په دغه هېواد کې تېره جګړه وه.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، دغه بشري بحران چې ماشومان یې هم اغېزمن کړي، د تېرې جګړې نتیجه ده.

نوموړي وويل: "بشري بحران هم دومره نه دی چې په بهر کې یې خلک تبلیغوي. خلک اقتصادي ستونزې لري چې له جګړې پاتې مسایل دي. موږ یې په حل پسې لګیا یو، ژوند روان دی. مرستې هم راغلي پر خلکو وېشل شوي دي. په داخل کې هم شتمنو افغانانو له بېوزلو سره مرستې کړي او لاس یې یو کړی دی."

ګڼو سازمانونو او هېوادونو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې د اقتصادي رکود له کبله لوږه او بېوزلي پراخه شوې ده.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا سیف دي چلډرن په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ناوړ بشري بحران د روژې پر مهال هم روان و او تر ډېره یې ماشومان اغېزمن کړي وو.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې نیمايي وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG