د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

امریکا: افغانستان کې د اوه ميليارد ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې پاتې


آرشیف: په کندهار کې د امریکايي ځواکونو الوتکه. March 9, 2016
آرشیف: په کندهار کې د امریکايي ځواکونو الوتکه. March 9, 2016

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت په یوه نوي راپور کې ویلي دي، چې کله تېر کال امریکایي ځواکونه اګسټ په دېرشمه له افغانستانه ووتل، د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې یې په دغه هېواد کې پرېښودې.

د راپور له مخې دا هغه وسلې دي، چې د تېرو شپاړسو کلونو په ترڅ کې متحد ایالتونو افغانستان ته لېږدولې وې.

سي این این خبرې څانګه د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزارت په وینا خبر ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، واشنګتن د دې وسلو د ایستلو یا له منځه وړلو لپاره څه پلان نه لري.

د سي این این د راپور له مخې د متحد ایالتونو د فاع وزارت له ۲۰۰۵ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر میاشتې د ۱۸ میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ورکړي وو چې د دې تجهیزاتو له ډلې پروسږکال د اګست په دیرشمه له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د اووه میلیارده او دولس میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې په افغانستان کې پاتې شوې.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې په دې تجهیزاتو کې الوتکې، پوځي وسایط، وسولې، مخابراتي تجهیزات او یو شمېر نور وسایل و.

په دې راپور کې چې د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی دی، راغلي دي چې له متحد ایالتونو څخه په افغانستان کې اکثر پاتې وسلې د امریکا د دفاع وزارت له لورې ساتنې ته اړتیا لري، په کابل کې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې د امریکا د دفاع وزارت تخصصي قراردادیانو په دې برخه کې مرسته کوله.

د راپور په یوه بله برخه کې راغلي دي، چې په افغانستان کې د امریکا د پرې ایښو الوتکو ارزښت څه باندې نهه سوه درویشت میلیونه ډالرو ته رسېږي.

ویل کېږي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته اته اویا الوتکې ورکړې وې او دا الوتکې یې په کابل کې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې پرېښودې.

XS
SM
MD
LG