د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

ريچارډ بنيټ: د افغانانو بشري حقونه خوندي نه دي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، د افغانانو بشري حقوق باید خوندي شي.

ښاغلی بنیټ په کابل، مزار شریف او کندز کې وروستیو چاودنو ته په اشاره لیکي، په دې اړه به خپلې څارنې او حساب ورکولو ته دوام ورکړي.

نجيب چې پلار یې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د مولوي سکندر په جومات کې د شوې چاودنې له امله ټپي شوی وايي، د چاودنې په ورځ یې په ټوله سیمه کې ویره خپره وه، او هره څوک په دې لټه کې و چې وپوهېږي د کورنۍ غړی یې روغ پاتې که نه.

د نجیب په خبره، په دې چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي او بې‌وزله خلک دي او داسې کسان هم په کې شته چې د خپل ټپ د درملنې توان نه‌لري.

نوموړی وايي:

"ډېر بد حالت و. داسې یو وضعیت و چې هیڅ یې بیانولای نه‌شم. ماشومانو او ټولو داسې ژړل چې ورته کتلای دې نه‌شول. "

دی له طالبانو غواړي چې د دې ډول بریدونو مخه ونیسي او د خلکو امنیت خوندي کړي.

د کندز په مولوي سکندر جومات کې د تېرې جمعې په ورځ چاودنه کې ۳۳ تنه ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

مزار شريف کې هغه مسجد چې بريد پرې شوی و
مزار شريف کې هغه مسجد چې بريد پرې شوی و

له دې چاودنې یوه ورځ مخکې په مزار شریف کې د شیعه ګانو په یو جومات کې چاودنه وشوه او له هغې یوه ورځ مخکې بیا د کابل په دشت برچي سیمه کې د شهید عبدالرحیم ښوونځي مخې او ممتاز ښوونیز مرکز کې چاودنې وشوې چې ټول قربانیان یې ملکیان دي.

دې چاودنو په کور دننه او له افغانستان د باندې پراخ غبرګونونه را پورته کړل.

تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، په دې اړه به خپلې څارنې او حساب ورکولو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بنیټ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

" زه د تېرې اوونۍ له وحشتناکو بریدونو وروسته د ټولو غمجنو افغانانو ترڅنګ ولاړ یم. خپلې څارنې، پلټنې او حساب ورکولو ته به دوام ورکړم. د افغانانو بشري حقونه باید خوندي شي، د سرغړونو مخه ونیول شي او په نړیواله کچه تضمین شوی عدالت تامین شي. "

پرون د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا کمپاینرې سمیرا حمید هم ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې ملکي وګړي د ترهګرۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، خو طالبانو دا ګواښ بابیزه ګڼلی.

اغلي حمیدي وړاندیز کړی و د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې څارنه او مستندسازي دې پیل شي، ترڅنګ دې یې نړیواله ټولنه داعش د جدي ګواښ په توګه پام کې ونیسي، د بشري حقونو ساتنه دې د سرو کرښو په توګه مطرح او تر خوا دې یې د جرمونو نړیواله محکمه د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه څېړنه پیل کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې وروستيو چاودنو خلک سخت اندېښمن کړي دي او هغه هيلې چې يې سولې ته پيدا شوې وې، مړاوې ښکاري.

XS
SM
MD
LG