د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

امریکا: د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان د بشري حقونو په برخه کې شا تګ کړی


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان او معترضه مېرمن
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان او معترضه مېرمن

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو نوی راپور ښيي چې افغانستان د طالبانو لاس ته له لوېدو وروسته، د بشري حقونو په برخه کې شا تګ کړی دی.

دا راپور چې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت او پرمختګ ته اشاره کوي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د دې راپور د خپرېدو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې وویل: "په افغانستان کې د طالبانو واک یو بشري ناورین جوړ کړی او په جدي ډول د بشري حقونو د کمزورۍ لامل شوی. د ښځینه لاریون کوونکو او خبریالانو له خپل‌سري بندي کولو، د مخکېني حکومت د امنیتي ځواکونو څخه د غچ اخیستو او تر دې چې نجونې او ښځې نه‌شي کولای زده‌کړه او کار وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د مخکېني حکومت پر مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه غچ‌ اخیستل، له لوړو پوستونو د ښځو او لږکیو لیرې کول، د بیان پر ازادۍ محدودیت او د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز، هغه موضوعات دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د دوی له‌خوا د بشري حقونو ضد کړنې یادې شوي.

په راپور کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو هغه مهال چې لا واک ته نه‌و رسېدلي هم په ډېرو برخو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

راپور کې طالبان تورن شوي چې په جګړو کې یې له ماشومانو ګټه اخیستې، پر ملکيانو، روغتیاپالانو او نورو خیریه مرسته رسوونکو یې بریدونه کړي او تر خوا یې د افغانانو په ګډون بهرني وګړي هم تښتولي دي.

خو طالبان دا راپور ردوي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، داسې هېڅ کار نه‌دی شوی چې د چا حقوق نقض کړي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "که د هېواد قوانین عملي کول یا هم اسلامي قوانین په ټولنه کې پلي کول، دا د چا د حقوقو نقض نه‌راولي. که څوک نیول کېږي، دا د حکومت حق دی. په ټولو نظامونو کې خلک توقیف کېږي، پوښتنې ځینې کېږي، خو نه څوک تعذیب شوي، نه وژل شوي او نه هم اوږدمهاله بند ته تللي دي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

طالبان داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب ادعا کوي چې همدا اوس‌یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړي، تر خوا یې هېڅ یوه ښځه بې له‌ محرمه سفر نه‌شي کولای، په دولتي رسنیو کې د ښځو ونډه صفر شوې او تر خوا یې په ډېرو نورو دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو منع شوي دي.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي چې متحده ایالات اوس‌مهال طالبان یا هم هېڅ بل بنسټ د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه‌پېژني.

په ۲۰۲۱ کال کې د بشري حقونو د پرمختګ او وضعیت د ارزونې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې، له اګسټ وړاندې هغه مهال چې جمهوریت واکمن و، هم افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر پوښتنې لاندې راغلی.

راپور کې لیکل شوي، هغه مهال هم خپل‌سري، له قانون سرغړونه، جرمي معافیت، قانون نه‌عملي کول او نور دود و.

XS
SM
MD
LG