د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيران نن کييف ته سفر کوي


ارشيف: د اوکراين صدر اعظم د امريکا د دفاع له وزير سره ليدنه
ارشيف: د اوکراين صدر اعظم د امريکا د دفاع له وزير سره ليدنه

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون شنبه یوه خبري کنفرانس ته وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لوئد اسټین نن یکشنبه کییف ته سفر کوي.

زلینسکي خبریالانو ته وویل، دی به له دواړو امریکايي چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.

وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، دا د امریکا تر ټولو جګپوړي چارواکي ګڼل کېږي، چې اوکراین ته په سفر ځي. تر دې مخکې ځینو اروپايي مشرانو د اوکراین جګړه ځپلې پلازمېنې ته سفر کړی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو پر ولسمشر جو بایډن فشارونه وو، چې اوکراین ته خپل یو لوړ رتبه چارواکی ولېږي، څو له اوکراین څخه ملاتړ په ډاګه کړي، هغه هم داسې مهال چې د روسیې له خوا ورباندې یرغل شوی دی.

د اوکراین ولسمشر زلینسکي زیاته کړه، دی به له امریکايي چارواکو سره د هغو وسلو او مهماتو پر څرنګوالي خبرې وکړي، چې اوکراین د روسیې د بې دلیله جګړې په وړاندې ورته اړتیا لري.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، تر اوسه امریکايي لوري د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سفر په باب تبصره نه ده کړې.

واشنګټن ویلي وو، اوکراین ته د چارواکو پر سفر غور کوي، خو ولسمشر بایډن په خپله اوکراین ته سفر ونه کړي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي یو وار بیا د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په اوکراین کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د کتنې غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG