د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د بخښنې نړیوال سازمان: افغان ملکيان د ترهګرۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي


په بلخ پر لمونځ کوونکو د وروستي بريد وروسته د جومات انځور
په بلخ پر لمونځ کوونکو د وروستي بريد وروسته د جومات انځور

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا کمپاینره وايي، افغانستان کې ملکي وګړي د ترهګرۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، خو طالبانو دا ګواښ بابیزه ګڼلی.

په افغانستان کې د تېرې اوونۍ درې ورځې؛ هغه ورځې چې په کې ۶۴ ملکیان ووژل شول او ۱۶۴ نور ټپیان شول.

دې نا امنۍ او د ملکي وګړو لوړ شمېر مرګ‌ژوبلې د طالبانو هغه ادعا وننګوله چې ویلي یې و، دوی توانېدلي د خلکو ټولیز امنیت خوندي کړي.

ځینو رسنیو بیا په کابل، مزارشریف او کندز کې د وروستیو چاودنو تلفات د دې پرتله لوړ ښودلی.

په دې چاودنو کې ښوونیزې ادارې او جوماتونه په نښه شول، هغه چې د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ملکي افغانان لا هم د ترهګرۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.

د دې سازمان د سویلي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبان د ملکي وګړو په خوندیتوب کې ناکام دي او د خلکو د ساتنې لپاره هېڅ ډول پلان نه‌لري.

حميدي زياته کړه: "طالبانو ډېر نا سم معلومات خپاره کړي چې په افغانستان کې یې د خلکو امنیت خوندي کړی. د دوی دا ادعا ډېره لار ورکوونکې ده. دا د دې لامل شوه چې ان افغانستان د نړیوالې ټولنې له تمرکزه لېرې کړي، ځکه نړیواله ټولنه فکر کوي چې په افغانستان نوره هېڅ جګړه او نا امني نه‌شته."

خو طالبان دې نیوکو ته څه ځواب لري؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی روان امنیتي وضعیت ته جدي ځير دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "اسلامي امارت هم په دې اړه جدي دی. د امنیت په ټینګولو کې انشاءالله موږ له خپلو خلکو او امارت سره تعهد لرو. زموږ ټول ځواکونه په دې برخه کې په کار بوخت دي."

خو د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا کمپانیزه سمیرا حمیدي وړاندیز کوي، چې د سپین او تور د معلومولو لپاره دې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې څارنه او مستندسازي پیل شي، نړیواله ټولنه دې داعش د جدي ګواښ په توګه پام کې ونیسي، له طالبانو سره دې حساب و کتاب شي، د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د هزاره‌وو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې جامع تګ‌لاره جوړه شي، د بشري حقونو ساتنه دې د سرو کرښو په توګه مطرح او تر خوا دې یې د جرمونو نړیواله محکمه د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه څېړنه پیل کړي.

په افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو سربېره، طالب نظامیان د ځان په ساتنه کې هم پاتې راغلي دي.

تېره اوونۍ په کابل،ننګرهار او کندز کې د دوی پر نظامي موټرو چاودنې شوي چې په کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي.

مخامخ نښتې هم شوي او د ملي مقاومت د جبهې په ګډون، ځینو نورو طالب ضد ډلو طالبانو او بر عکس طالبانو دې ډلو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې کړي.

خواوس دا پوښتنه را ولاړېږي چې ایا د طالبانو له راتګ او واکمنۍ وروسته، افغانستان خوندي او سولې ته رسېدلای دی؟

هغه پوښتنه چې وار دمخه یې په اړه د پوځي او سیاسي چارو پوهانو ویلي وو، افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته ښايي سوله راشي خو د ثبات راتګ قوي مدیریت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG