د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

بلخ کې برمته شوی ماشوم د تښتونکو له منګولو خلاص او کورنۍ ته وسپارل شو


ماشوم عبدالرووف چې د تښتوونکو له منګولو خلاص شو
ماشوم عبدالرووف چې د تښتوونکو له منګولو خلاص شو

طالبانو نن هغه ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپاره چې څه باندې یو نیم کال مخکې په بلخ کې تښتول شوی و.

د لاسونو د پړکا او د الله اکبر د شعارونو په منځ کې عبدالرووف خپل پلار محمد نبي ته وسپارل شو.

عبدالرووف د ۱۳۹۹ کال په لړم کې له بلخ تښتول شوی وو.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بلخ کې یوې غونډې ته وویل، عبدالرووف د هغو جرمي شبکو له خوا تښتول شوی و چې د ده په خبره له تېرې ادارې سره یې اړیکې درلودې.

حنفي له دې پرته چې د اختطافګرو په اړه ډېر جزییات ورکړي ویې ویل، چې د عبدالرووف د تښتوونکې شبکې اصلي عاملین بهر تښتېدلي دي.

طالبانو څه وخت مخکې د مخدوم عالم په نوم خپل یو مشهوره قومندان په فاریاب کې ونیوه او په هغه باندې یې دا تور هم لګولی و چې د عبدالرووف په تښتولو کې دخیل و.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بلخ کې د عبدالرووف په تړاو جوړ شويو مراسمو کې ګډون درلود.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بلخ کې د عبدالرووف په تړاو جوړ شويو مراسمو کې ګډون درلود.

مخدوم څو ورځې مخکې بېرته د طالبانو له بنده خوشې شو.

عبدالرووف څه باندې یو نیم کال مخکې له مزارشریف ښار څخه تښتول شوی خو په بلخ کې پخوانۍ اداره له هڅو سربېره د هغه په خلاصون نه وه بریالۍ شوې.

د یوولس کلن عبدالرووف پلار محمد نبي نن د هغه د تسلیمۍ پر مهال د طالبانو له چارواکو مننه وکړه چې د هغه د زوی په خوشې کولو کې یې هڅې وکړې.

هغه زیاته کړه: "د استخباراتو له مسوولینو چې په بلخ کې دي له هغوی ټولو مننه کوم. د عبدالرووف په خاطر زموږ د قوم ټولو خلکو میندو او پلرونو بهر او دننه هېواد کې ډېرې هڅې وکړې او دعاوې یې کولې. د دوی ټولو په استازیتوب له تاسو مننه کوم."

محمدنبي مخکې ویلي وو، چې تښتونکو یې د زوی د خوشې کولو په بدل کې ان تر درې میلیون ډالره ترې غوښتي وو.

د عبدالرووف د تښتونې قضیې ګڼ غبرګونونه پارولي و او ټولو خلکو چارواکي ملامتول چې د هغه د خلاصون لپاره یې جدي هڅې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG