د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د اوکراین جګړه؛ شمالي مقدونيې د روسي ډيپلوماتانو وتو ته دوام ورکړ


په شمالي مقدونيې کې د روسیې سفارت
په شمالي مقدونيې کې د روسیې سفارت

شمالي مقدونیې شپږ تنه روسي ډيپلوماتان نامطلوب بللي او هغو ته یې له دې هېواده د وتلو امر کړی.

د شمالي مقدونیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یو اعلامیه کې وویل، شپږ تنه روسي ډيپلوماتان د ډيپلوماتیکو اړیکو په برخه کې د ویانا له کنوانسیون سره د متضادو فعالیتونو د ترسره کولو په خاطر نامطلوب بلل شوي دي.

د اعلامیې له مخې واړه دا کسان باید د راتلونکو پنځو ورځو په ترڅ کې د شمالي مقدونیې د جمهوریت له قلمرو څخه ووځي.

د شمالي مقدونیې په مرکز سکوپیه کې د روسیې سفارت دا تورونه ګردسره بې بنسټه بللي او د دې اقدام د جدي عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی.

سفارت پر خپل ټویټر ولیکل چې د روسیې لوری به د دې پرېکړې پروړاندې لازم اقدام، لزوما نه د ورته اقدام بلکې د بامعنا عمل په بڼه ترسره کړي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دا دوهم ځل دی چې روسي ډيپلوماتان له شمالي مقدونیې څخه ایستل کېږي.

په تېره مارچ میاشت کې هم د هغه څه په خاطر چې شمالي مقدونیې نامناسب ډیپلوماتیک فعالیتونه بللي وو، پنځو روسي ډيپلوماتانو ته له دې هېواده د وتلو امر وشو.

شمالي مقدونیې همداراز په ۲۰۲۱ کال کې په جلا مواردو کې دوه تنه روس ډيپلوماتان ایستلي وو، او له دې دوه کاله مخکې یې د امنیتي مسایلو په اړوند او د برتانیا په سالزبري ښار کې د روسیې د پخواني جاسوس سیرګي سکریپال او د هغه د لور د مسمومولو په قضیه کې یو روس ډيپلومات له بریتانیا سره د خواخوږۍ په هدف ایستلی و.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له ډېری لویدیځو او اروپايي هېوادونو سره د مسکو اړيکي سخت ترینګلي شول او تردې دمه لسګونه ډيپلوماتان له بېلابېلو هېوادونو ایستل شوي دي.

د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې بلجیم، ۲۱، هالنډ ۱۷، چک جمهوریت یوه او آیرلنډ هم ۴ روسي ډيپلوماتانو ته د وتلو امر وکړ.

XS
SM
MD
LG