د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

يو شمېر ايستل شوي افغانان: ايرانيان له افغانانو سره ناوړه چلند کوي


ارشيف: نيمروز کې له ايرانه د بېرته راستانه شويو افغان کډوالو انځور
ارشيف: نيمروز کې له ايرانه د بېرته راستانه شويو افغان کډوالو انځور

له ایرانه په اجباري ډول یو شمېر راویستل شوي افغانان وايي هلته د افغانانو په وړاندې د ایرانیانو لخوا روان ناوړه چلند سخت د اندېښنې وړ دی.

دوي وايي، ایرانیانو د افغانانو په وړاندې ټول نړېوال بشري قوانین تر پښو لاندې کړي او ددې مخ باید ونیول شي.

منصور شپږ ورځې وړاندې له ایرانه په اجباري ډول افغانستان ته لیږل شوی.

هغه وايي، نږدې ۶ میاشتې وړاندې ایران ته د کار لپاره تللی و خو ایراني پولیسو بیرته افغانستان ته ولیږه.

۲۵ کلن منصور چې د کونړ ولایت اوسیدونکی دی ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند کیسې کوي.

نوموړی وايي: " موږ یې د نور کسانو په څېر ونیولو او راوستلو، هلته انساني ارزښتونو ته احترام نشته، افغانان په ډیر بد وضیعت کې دي، افغانان په ډير بد حالت سره ګیر کیږي، وهل کیږي، هغه کسان چې غواړي په خپل خوښه راشي هغوي هم د نیول شوی کسانو په څیر نیسي او رالیږي یې."

منصور چې اوس مهال د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ مسولیت ورله غاړې دی د خپل ژوند راتلونکې ته اندېښنه لري.

بل افغان کفایت الله چې تازه له ایرانه په اجباري ډول افغانستان ته استول شوی هم له ورته حالت سره مخ دی.

دی وايي اته ورځې وړاندې له ایرانه راوشړل شو.

منصور وايي: " له افغانانو سره ظلم او زیاتې په هر ځای کې روان دی، په ایران کې هم، موږ هلته له یو افغاني سره کار کولو، دغه افغانی د سرپل ولایت و، نوموړي په موږ سخت ظلم روان کړی و، کار مو ورته کاوه، خو پېسې يې نه راکولې، زموږ چې کوم حق کېده هغه به یې موږ ته نه راکولو."

ښايي د دوی په څېر په منځني ډول سلګونه نور افغانان د ایرانیانو لخوا په اجباري ډول افغانستان ته کیږي.

ارشيف: د افغان کډوالو يو انځور
ارشيف: د افغان کډوالو يو انځور

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رسنیو ته ویلي دي چې، یوازې په تیره اونۍ کې نږدې ۵۰۰۰ افغانان د خپلې رضا پرته افغانستان ته لیږل شوي.

دغه وزارت دا هم ویلي دي چې په نږدې وخت کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د پآکستان، ایران او ملګري ملتونو ترمنځ څلور اړخیزه غونډه جوړیږي.

د کډوالو وزارت تیره ورځ ازادي اراډیو ته ویلي و چې د دغې دغونډې هدف د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې او حل لارو موندل دي.

له ایرانه د افغان کډوالو په اجباري ډول ایستل کومه نوې خبره نه ده خو دا ځل په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ناوړه چلند راپورونه هم ورکول شوي دي.

په ټولنیز رسنیو کې یو شمېر داسې ویډوګانې خپرې شوې چې په هغې کې ایرانیان ځیني افغان کډوال په ډیرې بې رحمې سره شکنجه کوي.

دغو ویډوګانو په ټولنیزو رسنیو او دننه په افغانستان کې سخت غبرګونونه راوپارول او د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ایران پر ضد لاریونونه هم وشول.

XS
SM
MD
LG