د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

طالبان: د ايران د ډيپلوماتيکو مرکزونو د امنيت لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي


ارشيف، کابل کې د ايران سفارت مخ ته اعتراضونه
ارشيف، کابل کې د ايران سفارت مخ ته اعتراضونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګیو امنیت ته اندېښنه څرګنده کړه او طالبانو له ایرانه وغوښتل چې هغه ایرانیان په خپله خاوره کې ونیسي چې له افغان کډوالو سره‌یې بد چلند کړی دی.

وروسته تر دې چې ایران په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو مرکزونو امنیت ته اندېښنه ښکاره کړه، طالبانو تهران ته ډاډ ورکړ چې دوی په دې برخه کې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "امنیتي مؤظفینو ته دا دنده سپارل شوې ده چې د ایران د قونسلګریو امنیت خوندي کړي، که خدای کول وضعیت په ښه کېدو دی، حالت کنټرولېږي او زموږ غوښته د ایران له اسلامي جمهوریت څخه دا ده چې هغه پېښې تعقیب کړي چې په‌کې له افغان کډوالو سره بد چلند شوی دی، عاملینو ته سزا ورکړي او د ډېرو ظلمونو مخه ونیسي."

په کابل کې د ایران سفارت پرون خبرداری ورکړ چې خپل قونسلي خدمات به په افغانستان کې تر راتلونکي امر پورې بند کړي، خو پرون د دې بیان تر خپرېدو لږ وروسته ایسنا اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند سعید خطیب‌زاده په وینا وویل چې په افغانستان کې د ایران ډیپلوماتیک خدمات پرانیستي دي او ادامه به ولري.

ایران پرون په تهران کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړ.

یوه ورځ مخکې تر دې په کابل، هرات او خوست کې د ایران پر ضد د دې په خاطر مظاهرې وشوې چې له ادعا سره سم ایران له افغان کډوالو سره په خپله خاوره کې بد چلند کوي.

په هرات کې مظاهره‌چیانو د ایران د قونسلګرۍ وره ته اور ورته کړ.

په خواله رسنیو کې داسې وېډیوګانې خپرې شوې دي چې په‌کې ښکاري چې ایرانيان له کډوالو سره بد چلند کوي. ایران دا تورونه رد کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په وینا تر پنځه ملیونه ډېر افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG