د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر او د عدالت او پراختیا ګوند اعتراض: د نجونو ښوونځي پرانیزئ


ارشیف، کابل کې د زرغونې عالي لېسه
ارشیف، کابل کې د زرغونې عالي لېسه

له شپږمو ټولګیو پورته د افغان نجونو زده‌کوونکو ښوونځي ولې تړلي دي؟

د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې او له دغه هېواده بهر بېلابېل او پراخ غبرګونونه لري او ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.

تازه مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د بندوالي په دوام طالب چارواکي پوښتلي چې ولې یې د دغو نجونو ښوونځي بند ساتلي دي؟ او له طالبانو یې غوښتي چې د دغو نجونو پر مخ ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دغه بنسټ چې له ۱۴ کلونو را په دې خوا په افغانستان کې او له دغه هېواده بهر په یو شمېر هېوادونو کې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې فعالیت لري، په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې او د یادو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه‌یې کړې ده.

د مېرمن کلتوري، ټولنیز بهیر د دارالانشا غړې او د افغانستان د ولسي جرګې د معارف او فرهنګي چارو کمېسیون پخوانۍ غړې سائرې شریف ازادي راډیو ته وویل: "د ښوونځیو د بندولو د دلایلو په اړه باید ولس پوه شي، طالبان باید موږ ته ځواب ووایي چې په کوم لحاظ، که اسلامي مسایل، سیاسي دلایل او که نور مسایل په‌کې دخیل وي باید ځواب ووایي، ځکه دې پېړۍ کې هېڅ اسلامي هېواد د نجونو د زده‌کړو مخنیوی نه‌کوي."

ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر چې د مسؤلینو په خبره‌یې خپلواک دی او د یو شمېر افغان مېرمنو په نوښت جوړ شوی، له ۱۴ کلونو را په دې خوا په افغانستان کې او له دغه هېواد بهر په یو شمېر هېوادونو کې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې فعالیت لري.

د دې بنسټ یوه بلې غړې قدسیې همت ازادي راډیو ته وویل: "د ټولنې نیمایي برخه یعنې ښځې چې له زده‌کړو پاتې کېږي پاتې ۵۳ سلنه نارینه، خو خامخا بې‌تعلیمه پاتې کېږي، اوس خو د تاسو (طالبانو) په خبره اسلامي نظام حاکم دی په داسې نظام کې خو څوک د اسلام خلاف عمل نه‌شي ترسره کولای، نو په کوم اسلامي دلیل ښوونځي بندوئ؟"

په ورته وخت کې د عدالت او پراختیا په نوم ګوند هم نن په کابل کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د دغه ګوند د سیاسي کمېټې رئیس سید علي حسیني ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه تر اوسه پورې د نجونو زده‌کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي دي، له شپومو ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د شوونځیو د دروازو تړل نه اسلامي توجیه لري او نه ملي او فرهنګي، نو د ټولو خلکو غوښتنه ده چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي."

خو د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په دې اړه د وزارت پخوانی دریځ بیا تکراروي.

یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

دی وايي: "له اووم تر ۱۲م ټولګیو نجونو زده‌کوونکو د معطلۍ پرېکړه د اسلامي امارت د مشرتابه په شورا کې شوې وه، هر کله چې مشرتابه حکم وکړ نو د پوهنې وزارت پوره چمتووالی لري چې په هماغه ورځ به د هېواد ټول ښوونځي پرانیزي."

د یادونې ده چې طالبانو د کب په میاشت کې ژمنه کړې وه چې د وري په درېیمه به د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي، خو په همدې ورځ‌یې له شپږم ټولګي پورته نجونې پرې نه‌ښودې چې درسونو ته کېني.

بېلابېل بنسټونه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي، مخکې تر دې د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار ازادي راډیو ته ویلي و چې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې په‌کې نجونې ښوونځيو ته نه‌ځي.

بشري حقونو ته پاملرنه په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته د نړیوالې ټولنې یو اساسي شرط دی چې د طالبانو سرپرسته اداره په رسمیت وپېژني.

XS
SM
MD
LG