د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د امریکا استازې: نږدې ۴۰ ملیونه افغانان ناوړه بشري حالت کې دي او ښځې یې بیه ورکوي


ارشیف، د یو شمېر مېرمنو اعتراض ته د وسله‌والو طالبانو غبرګون
ارشیف، د یو شمېر مېرمنو اعتراض ته د وسله‌والو طالبانو غبرګون

ښکاري چې د امریکا متحده ایالات لا هم په افغانستان کې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه لري.

تازه د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، نږدې ۴۰ ملیونه افغانان په یوه ناوړه بشري حالت کې دي او یو ځل بیا افغان نجونې او ښځې د بل هر وخت په پرتله، د دې وضعیت ګرانه بیه پرې کوي.

مېرمن امیري چې د زړورو ښځو د جایزې د ۱۶مې دورې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، کله چې ورته ویل کېږي چې نجونې او ښځې د کار او زده‌کړې حق نه‌لري او له ځانه دفاع نه‌شي کولای، فکر کوي چې له یوه خوبه بیداره شوې.

مېرمن امیري زیاتوي: "د اګسټ په ۱۵مه کله چې طالبانو کابل ونیوه، د ژوند له هره اړخه افغان مېرمنې په یوه شپه کې له خپلو ټولو حقونو محرومې شوې. زه غواړم چې دا حالت په ځان تصور کړئ. زه خپله دا کار کوم، له همدې امله اندېښنمه یم."

رینا امیري
رینا امیري

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې وايي، افغان ښځو له دې ټولو ناخوالو سره مبارزه او په زړورتیا یې له خپلو حقونو ننګه کړې او ځینې مجبوره شوې چې وطن پرېږدي.

خو مېرمن امیري دا اندېښنه هم ښيي چې د افغانانو او د هغوی د رنګارنګۍ او د ښځو له ګډون پرته به افغانستان یوې بلې جګړې ته یوړل شي.

رینا امیري که څه هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو د تلو خبر هیله بخښونکې بولي، خو زیاتوي باید یو ملي فرمان ورکړل شي چې نجونې او ښځې په هره کچه د زده‌کړو او کار اجازه لري.

د افغانستان په چارو کې د امریکا دا لوړپوړې استازې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره له افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي.

د طالبانو له حکومت مو د مېرمن امیري د اندېښنو او څرګندونو په اړه غبرګون وغوښت، خو ویاندویانو یې ځواب رانه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې په ځلونو ویلي، په اسلامي چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعالانې هم وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه له ګواښ سره مخ دي.

شینکۍ کړوخېل
شینکۍ کړوخېل

د جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي: "متأسفانه طالبانو تر اوسه ونه‌شو کولای چې خپله پالېسي په دې اړه بیان کړي. دوی همېشه وايي، ښځې باید په دیني چوکاټ کې خپل ټول حقونه ولري، خو پوښتنه دا ده چې ایا وړاندې د ښځو حقونه له اسلام پرته په بل کوم چوکاټ کې و."

وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې لیکلي و، افغان نجونې او ښځې د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض په ګډون د ډېرو ناورینونو له بدو پایلو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG