د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده چېرې دی؟


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ څخه نږدې اته میاشتې تېرېږي، خو لا یې مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د خلکو منځ‌ته نه‌دی راغلی او نه‌یې کوم غږ او یا وېډیو خپره شوې ده.

طالبانو څو څو ځله ادعا کړې چې مشر یې ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي، خو د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره‌یې هېڅ کره اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې ملاهبت‌الله د خلکو منځ‌ته نه‌راځي، په دې اړه د خلکو غوښتنه څه ده او ایا افغانان یو ځل بیا له خپل اساسي حق چې د خپلې رایې له لارې د خپل زعیم ټاکل دي محرومېږي او بالاخره د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده چېرې دی؟

هغه پوښتنه چې له کلونو مطرح ده، خو وروستیو نږدې اته میاشتو کې د بل هر وخت په پرتله ډېره پوښتل کېږي.

واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته د ملا هبت‌الله اخندزاده له ادرسه درې فرمانونه خپاره شول، خو پر هېڅ فرمان‌یې نه‌ لاسلیک لیدل شوی، نه دا ویل شوي چې له کوم ځایه‌یې خپور کړی دی.

د دې ترڅنګ طالبانو ویلي، هغه له کندهاره، هلمند، هرات، فراه او ارزګان ته سفرونه کړي او له ځايي چارواکو، دیني عالمانو او مخورو سره‌یې کتلي، خو له دې لیدنو یې هم هېڅ وېډیو، تصویر او ان غږ رسنیز نه‌شو.

پوښتنه دلته ده چې ولې د طالبانو مشر لا هم د خلکو مخ ته نه‌حاضرېږي؟

دې پوښتنې ته د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد ځواب تکراري او ساده دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت د زعیم د څرګندېدو په اړه باید دومره ووایم چې په مناسب وخت کې به دا کار وشي. طبعاً اوسني شرایط له مخکېني وخت سره لږ توپیر کوي."

خو خلک بیا وايي، طالبانو څو ځله ژمنه وکړه چې مشر به‌یې ژر ځان وښيي، خو دا ژمنه‌یې پوره نه‌کړه.

مدني فعال مطیع‌الله شهاب وايي، حکومتي خدمات په ټپه ولاړ دي او د اوسني زمان او د ښې حکومتوالۍ اړتیا ده چې د طالبانو مشر د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي.

دی زیاتوي: "امیرالمومنین چې د دوی مشر دی، باید راښکاره شي. ولسونو سره مخامخ کېني، خبرې اترې وکړي، د دوی مشکلات او وړاندیزونه واوري. حالات له نږدې وګوري، له سیاست‌مدارانو سره په ګډه د افغانستان د حکومتوالۍ سیستم لا ورغوي."

کابل مېشتی روح‌الله تلاش بیا وايي، د طالبانو د مشر نه‌را څرګندېدو بې‌باوري زیاته کړې ده.

ښاغلی تلاش وايي: "غوره دا ده چې د دې اندېښنو او پوښتنو ځوابولو لپاره د دوی مشر باید راښکاره شي او د خلکو اندېښنو او پوښتنو ته ځواب ووايي."

دوی دا وړاندیز هم کوي، که چېرې د طالبانو مشر د ستونزو له امله د خلکو منځ‌ته نه‌حاضرېږي، دوی به ورسره د خبرو لپاره خپل استازي ورولېږي، څو د خلکو له مشکلاتو یې خبر کړي.

ایا د طالبانو مشر ژوندی دی؟

خو داسې ادعاوې هم کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ژوندی نه‌دی.

د باور غورځنګ مشر نجیب‌الله ازاد
د باور غورځنګ مشر نجیب‌الله ازاد

شنونکی او د باور غورځنګ مشر نجیب‌‌الله ازاد وايي: "که د انسان طبیعت له مخې ورته وکتل شي او بیا د طالبانو د رفتار ، ډل‌بازۍ او په قدرت د زیات مین‌توب له مخې یې وګورو، منطقي نه‌ده چې دغه سړی که ژوندی وی، دی دې نا معلوم، یا ورک وی. یا دې یې چا ځای نه‌وی لیدلی یا یې هم غږ نه‌وی اورېدلی."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کوي چې مشر یې ژوندی دی.

د جمهوري نظام په وروستیو کې ځیني استخباراتي راپورونه خپاره شول چې ګنې د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت‌الله ژوندی نه‌دی، خو دا راپورونه رسماً تایید نه‌شول.

د شورا په جوړولو کې ځنډ

د دې ترڅنګ طالبانو ژمنه کړې وه ژر به د لویو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو لپاره یوه شورا جوړه کړي، خو له نږدې اته‌ میاشتو واکمنۍ وروسته په دې کار بریالي شوي نه‌دي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، د بهرنیو فشار او کورني مسایل د دې لامل شوي چې طالبان ونه‌شي کولای هر څه ژر دا ډول یوه شورا جوړه کړي.

دی وايي: "په دې نسبت زما په فکر طالبان دې‌ته نه‌دي خلاص شوي چې دوی په ملت کې د هر قوم او هر طبقې خلک راوغواړي او یوه داخلي شورا جوړه کړي، خو دې ته اړتیا شته."

سید اکبر اغا
سید اکبر اغا

اوس پوښتنه دا ده چې د ۲۱مې پېړۍ په دې معاصر زمان کې یو شخص کولای شي د ټولو چارو په اړه په یوازې سر سالمه او داسې پرېکړه وکړي چې د ټول ملت په ګټه وي؟

وروستیو کې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو امر د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله له‌خوا شوی، هغه څه چې په کور دننه او نړیواله کچه‌یې پراخ منفي غبرګون درلود.

دې پرېکړې ته په کتو دا اندېښنه لا ژورېږي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه ټول تصامیم یوازې یو شخص نیسي، هغه چې لا د افغانانو منځ‌‌‌ته نه‌دی حاضر شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد که څه هم وايي چې د دوی د حکومت هره اداره د خپلو چارو مسؤلیت لري، خو لویې پرېکړې د دوی د مشرتابه مقام له‌خوا کېږي.

مجاهد وايي: "د لویو پرېکړو په اړه د تصامیمو مرجع واحده وي، په اسلامي امارت کې هم داسې ده چې د امیر مقام د لویو پرېکړو د قاطع دریځ صلاحیت لري."

دا اندېښنه هم شته چې شاید افغانان د یوې اوږدې مودې لپاره د خپل حق یعنې د رایې ورکولو او د خپل زعیم د ټاکلو له واکه بې‌برخې شي.

هغه ډول چې طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د خلکو له نظر اخیستو پرته نږدې څلور نیم کاله همداسې یو ډول نظام جوړ او پر افغانانو حکومت وکړ.

XS
SM
MD
LG